لاندې سرچینې کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې په واشنګټن ایالت کې د هوا د اوسني او اټکل شوي کیفیت په اړه تازه معلومات ترلاسه کړئ، او همدارنګه اضافي معلومات درکړي ترڅو د اورلګېدنو د لوګي له امله ستاسو روغتیا ته د احتمالي اندېښنو په اړه خبر اوسئ. له اور څخه رامنځ ته شوي لوګي څخه د ځان او خپلې کورنۍ د ساتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
- Washington Smoke Blog - د ځنګلي اور او لوګي اوسني او اټکل شوي موقعیتونه وګورئ. دا د ځنګلي اور لوګي په موسم کې ستاسو د ټولو معلوماتو لپاره یوازینۍ لاره ده (معمولا له جولای څخه تر سپتمبر پورې خو د مې په لومړیو کې پیلېدای شي او د اکتوبر په وروستیو کې پای ته رسیدلی شي).
- د Department of Ecology (ایکالوژۍ وزارت) د واشنګټن د هوا د کیفیت نقشه - د کال په اوږدو کې د هوا د کیفیت اوسني او اټکل شوي معلومات.
- AirNow - د کال په اوږدو کې د هوا اوسنی او اټکل شوی کیفیت وګورئ او وګورئ چې په سیمه کې مو د هوا اصلي ککړونکی څه دی.
- د ذراتو ککړتیا لپاره د واشنګټن د هوا کیفیت لارښود (PDF) - دا ګرافیک د PM2.5 لپاره د Environmental Protection Agency (EPA، د چاپېریالي خوندیتوب اداره) د هوا د کیفیت شاخص (AQI) پر اساس روغتیايي سپارښتنې وړاندې کوي.
- هر وخت او هر ځای د هوا کیفیت کتلو لپاره موبایل د دې اپلېکېشنونو څخه کار واخلئ:
- Air Quality Washington - دا اپلېکېشن د Ecology’s Washington Air Quality Network (د واشنګټن د هوا کیفیت شبکې) څخه ترلاسه شوي معلومات کاروي. د Washington Air Quality Network وېب سایټ د ویب اپلېکېشن ډانلوډ هم وړاندې کوي.
- AirNow - د EPA د AirNow موبایل اپلېکېشن د هوا اوسني او اټکل شوي کیفیت معلوماتو کتلو لپاره یو انټرفېس چمتو کوي. دا اپلیکیشن په اتومات ډول ستاسو د سیمې یا بلې هرې سیمې لپاره چې تاسو یې غواړئ، اوسنی AQI (د هوا کیفیت شاخص) ښکاره کوي. د لوګي لپاره، د “Smoke (لوګی)” ټب وکاروئ.
- د پاکې هوا ستاسو ځايي اداره او د خبرونو اداره ممکن ستاسو په باخبره ساتلو کې د مرستې لپاره سرچینې هم ولري.
اضافي سرچینې
د ایکالوژۍ وزارت سرچینې
- د ځنګلي اور د لوګي په اړه معلومات
- د پرانیستي اور پر سر محدودیتونه
- د واشنګټن د هوا نقشه (د هوا د کیفیت اوسني او اټکل شوي شرایط)
- د واشنګټن د پاکې هوا ادارې
- د لرګیو بخارۍ
- بهر او په استوګنځیو کې مواد سوځول
- د کرنیزو موادو سوځول
- په غیر قانوني توګه د موادو سوځولو راپور ورکول