خپل ځان او نور خوندي وساتئ - له اورونو څخه رامنځته شوی لوګی

د لوګي تنفس کول د هېچا لپاره ښه نه دي. د له اورونو څخه د رامنځته شوي لوګي روغتیايي اندېښنو په هکله لا زیات پوه شئ.

هر څوک باید له خطر سره د مخ کېدو د مخنیوي په موخه یو لړ ګامونه پورته کړي. لاندې هغه ګامونه دي چې تاسو یې له اورونو څخه رامنځته شوي لوګي څخه د خوندي ساتنې لپاره د خپل ځان، کورنۍ، کورنیو څارویو او د څارویو فارم پورته کولای شئ، کله چې بیرون یا پر کور دننه یاست. که تاسو د ساه‌لنډۍ یا د سږو نورې ناروغۍ لرئ، نو د خپل روغتیاپال سلا مشوره یا د ساه‌لنډۍ د عمل پلان تعقیب کړئ، که یې لرئ.

بیرون

کله چې بهر یاست، د فزیکي فعالیت وخت او شدت را کم کړئ. که تاسو اړ یاست چې د محدودې مودې لپاره بهر و اوسئ، نو د National Institute for Occupational Safety and Health (NIOSH، د حرفوي خوندیتوب او روغتیا ملي انسټېټیوټ) لخوا تایید شوی د ذراتو تنفسي ماسک لکه N95 ماسک په سمه توګه واغوندئ.

کله چې د لوګي د پېښو په بهیر کې بهر ته ځئ، نو په یاد ولرئ چې زموږ د هوا د کیفیت سرچینې پاڼه وګورئ.

Icon - Mask

ماسک کارول

کله چې تاسو د لوګي پر وخت بهر ته له تګ څخه ډډه نه شئ کولای، د N95 ماسکونه کولای شي یو څه خونديتوب رامنځته کړي. دا ماسکونه په لوګي کې ډیری کوچني ذرات فلټر کوي، زیان رسوونکي ګازونه نه، لکه کاربن مونو اکسایډ. د N95 ماسکونه په ډېری هارډویر پلورنځیو، د کور ترمیم پلورنځیو او درملتونونو کې پیدا کېدای شي.

د N95 ماسکونه باید مناسبه اندازه ولري او فټ وي ترڅو داسې پر مخ ولګي چې خوندیتوب رامنځته کړي. که دا ماسک سم و نه کارول شي، نو کم خوندیتوب رامنځته کوي. لکه ږیره او د مخ وېښتان د سمو اغوستلو مخه نیسي چې په پایله کې کم خوندیتوب رامنځته کوي. N95 ماسک په سمه توګه کارولو په اړه دا وېډیو وګورئ.

د لویانو کوچني N95 ماسکونه به احتمالاً د 7 کلونو او پورته عمر ماشومانو لپاره مناسب او فټ وي، خو کوچنۍ اندازې پکې نشته او N95 په ماشومانو کې د پراخ استعمال لپاره نه دي ازمویل شوي.

د ماشومانو د ماسک کارولو په اړه د نورو سپاښتنو لپاره د Western States PEHSU لارښوونې (PDF) وګورئ

N95 ماسک په سمه توګه کارولو په اړه دا وېډیو وګورئ

ماسک اغوستل ساه اخیستل نور هم سختوي. هر هغه څوک چې د سږو ناروغي، د زړه ناروغي لري، یا مزمنه ناروغي لري؛ باید له ماسک کارولو مخکې له روغتیاپال سره سلا مشوره وکړي.

پر کور دننه چې کړکۍ بندې نه شي ساتل کېدای یا د داخلي هوا نه شي فلټر کېدای، د لنډې مودې لپاره N95 ماسک اغوستل کېدای شي ګټور وي، که بهر د لوګي کچه لوړه وي. پر کور دننه ځایونو کې عامه ترانسپورت او سوداګریزه یا عامه ودانۍ راځي.

د سمې کارونې او مناسبیت په اړه لا زیات معلومات او دا چې څنګه وپیژندل شي چې ماسک د NIOSH لخوا تایید شوی دی که نه:

Icon - exercising outdoors

تمرین کول

تمرین د روغتیا لپاره خورا مهم دی. خو، کله چې تاسو تمرین کوئ، د هوا مصرف مو زیاتیږي، یعنې دا چې کله د هوا کیفیت خراب وي نو تاسو ډېره ککړتیا تنفس کوئ. د لوګي پېښو په بهیر کې پر کور دننه تمرین وکړئ. که مو پر کور دننه هوا خرابه وي، بیا سپک فعالیت وکړئ. د عمومي لارښوونې په توګه، که تاسو له لوګي سره حساس یاست، باید خپل فعالیتونه محدود کړئ، کله چې د هوا کیفیت د حساسو ډلو کټګورۍ لپاره غیرسالم (نارنج، AQI 101-150) یا بدتر وي. که تاسو حساس وئ که نه، باید د ناروغۍ نښې نښانې وڅارئ. هر څوک باید فعالیتونه محدود کړي، کله چې د هوا کیفیت په غیرسالم (سور) کټګورۍ کې یا بدتر وي (AQI 151 یا لوړ).

خلک د لوګي پر وړاندې په ټیټه او لوړه کچه کې پراخ غبرګونونه لري او دا مهمه ده چې ناروغۍ نښو نښانو ته پاملرنه وکړئ او له اړتیا سره سم خپل فعالیتونه تنظیم کړئ. په یاد ولرئ چې حتی که تاسو د فعالیت په بهیر کې ښه احساس کوئ، له لوګي سره تماس یا مخ کېدل مو بیا هم روغتیا ته زیان رسولای شي او ممکن څو ساعته یا ورځې وروسته د ناروغۍ نښې نښانې درته را پیدا شي.

ځینې ​​خلک په ځانګړي ډول د لوګي له ټیټې کچې سره حساس دي او ممکن هغه وخت د ناروغۍ نښې نښانې ورته راپیدا شي، کله چې د هوا کیفیت په منځني کټګورۍ (ژېړ، AQI 51-100) کې وي، لکه هغه خلک چې د ساه‌لنډۍ او سږو او زړه ناروغۍ لري. که تاسو په ځانګړي ډول د لوګي له ټیټې کچې سره حساس یاست، نو موږ درته سپارښتنه کوو چې له دې کچې سره د تماس راکمولو په موخه ګامونه پورته کړئ.

تاسو باید د هوا د خراب کیفیت پر وخت خپل څاروي ته له بهر تمرین ورکولو څخه هم ډډه وکړئ. یوازې د حمام لنډې وقفې لپاره څاروي بهر ته بوزئ.

Icon - Car

موټر چلول

د امکان په صورت کې موټر مه چلوئ. که اړ وئ چې موټر وچلوئ، نو ښیښې یې بندې وساتئ. له ایر کنډیشنر څخه کار واخلئ او د بیا دوران پیدا کولو لپاره فلټریشن تنظیم کړئ. ډېری موټر کولای شي پر موټر دننه هوا ته بیا دوران ورکړي چې له لوګي ډکه هوا بهر ساتلو کې مرسته وکړي؛ خو کېدای شي د کاربن ډای اکسایډ کچه رامنځته شي او خوب راولي. تاسو ممکن اړ شئ چې په دوره‌یي ډول د هوا د بیا دوران څخه تازه هوا ته لاړ شئ.

د خپل موټر د داخلولو فلټرونه وساتئ او د اړتیا پر وخت د خدمتونو غوښتنه وکړئ. لوګی پر لید هم اغېز کولای شي او تاسو ممکن د هوا نورو خطرونو په څېر د موټر خوندي چلولو لپاره د لید تنظیمولو ته اړتیا ولرئ.

پر کور دننه

  • کړکۍ او دروازې وتړئ، مګر دا چې هوا ډېره ګرمه وي او د خوندي تودوخې ساتنه یې ونه شي. له لاندې هغه سره لینک کړئ.
  • HVAC سیسټم، د HEPA د هوا د لېږد وړ پاکوونکی ماشین یا DIY د باکس بادپکې فلټر له لارې هوا فلټر کړئ.
  • HVAC د بیا دوران پیدا کولو حالت ته تنظیم کړئ یا د بیرون/تازه هوا اخیستل بند کړئ.
  • پر کور دننه ککړتیا مه اضافه کوئ ډډه ترې وکړئ:
    • د شمعې، خوشبويي او لرګیو سوځول.
    • د سپرې، خپرېدونکو عطري تېلو یا د هوا تازه کوونکو موادو په کارولو سره.
    • د خوړو پخول یا پر غوړو کې سره کول او د ګاز یا پروپان بخاریو یا تنورونو استعمال را محدود کړئ.
    • د ګاز یا پروپان بخاریو یا هیټرونو کارول.
    • پر کور دننه سګرټ څکول یا ویپ کول.
    • جارو کول یا ویکیوم کول، مګر دا چې ویکیوم مو د HEPA فلټر ولري.
  • د کړکۍ پرانیستلو لپاره د هوا د ښه کیفیت لرونکي وخت څخه ګټه پورته کړئ، لکه د باران یا د باد بدلون په جریان کې او خپل HVAC سیسټم د تازه هوا د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړئ. دغه کار په تېره د اوږدې مودې (3-4 ورځو یا ډېرو) د لوګي پیښو په جریان کې ګټور دی. په یاد ولرئ چې کړکۍ وتړئ او د تازه هوا اخیستل بیا بند کړئ، کله چې د هوا کیفیت خراب وي.
  • که تاسو نه شئ کولای کړکۍ بندې وساتئ یا پر کور دننه هوا فلټر کړئ، نو د لنډې مودې لپاره N95 ماسک اغوستل کېدای شي ګټور وي، که د بیرون لوګي کچه لوړه وي. بېلګې: عامه ترانسپورت او سوداګریزې یا عامه ودانۍ.
  • که په کور کې هوا پاکه نه شي ساتل کېدای، نو بل ځای ته لاړ شئ، لکه د کورنۍ یا ملګري کور، پر کور دننه عامه ځای یا نااغېزمنه شوې سیمه.
  • په خپل کور کې د هوا پاکه خونه Environmental Protection Agency (EPA) جوړه کړئ چې د ځنګلي اور د لوګي پیښې په جریان کې د لوګي ټیټې کچې ساتلو لپاره تنظیم شوې وي.
  • یوه ویډیو وګورئ او زده‌کړئ چې څنګه د هوا پاکه خونه جوړه کړئ:

Icon - Hot

ګرمي او د اېرکنډېشنر نشتون

دا کېدای شی یوه ننګونه وي چې د تودوخې پر وخت لوګی لرې وساتل شي، په ځانګړي توګه د ایر کنډیشنر یا مرکزي سړولو سیسټم نه وي. د تودوخې لوړېدو ته پام وکړئ، ځکه په تودوخې پورې اړوند ناروغۍ په چټکۍ سره رامنځته کېدای شي او د ژوند لپاره ګواښونکې دي. که د هوا د خراب کیفیت په جریان کې دننه ځای ګرم وي، لاندې ګامونه په یخ پاتې کېدو کې درسره مرسته کولای شي:

د ورځې په اوږدو کې کړکۍ، پردې او سایه‌بان وتړئ او د لېږد وړ پکی وکاروئ. د ورځې په ګرمو وختونو کې د بخارۍ او تنور کارول کم کړئ.

په تودوخې پورې اړوند ناروغۍ د مخنیوي په اړه د معلوماتو لپاره، د Department of Health (DOH، د روغتیا وزارت) د د ګرمې هوا د خوندیتوب لارښوونې یا د Centers for Disease Control and Prevention (CDC، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونه) ّه تودوخې پورې اړوند ناروغۍ د مخنیوي تعقیب کړئ.

  • یو یخ حمام وکړئ یا شاور واخلئ. د تودوخې له سختو بدلونونو څخه خبر اوسئ چې کولای شي ژوند ګواښونکې ستونزې رامنځته کړي.
  • د یخ ټوتې وکاروئ یا خپلې پښې په سړو اوبو کې واچوئ. لوند ټوکر د خپلې غاړې پر شا باندې واچوئ یا له پکي سره نږدې کېنئ او ځان په اوبو سره لوند کړئ.
  • د بدن اوبه مو پوره ساتئ، په تېره په اوبو سره. د بورې یا الکولي مشروباتو څخه ډډه وکړئ ځکه کولی شي د بدن اوبو د کمښت لامل شي.
  • پر کور دننه ساړه ځای ته لاړ شئ - حتی که یوازې د څو ساعتونو لپاره هم وي. په خپله ټولنه کې د سړولو د مرکزونو په اړه د تازه معلوماتو لپاره Washington 2-1-1 ته مراجعه وکړئ.
  • د هوا کیفیت تعقیب کړئ او کله چې د هوا کیفیت ښه شي، خپلې کړکۍ پرانیزئ. د هوا د کیفیت په اړه د وروستیو معلوماتو لپاره د EPA د اور او لوګي په نقشه کې د سینسرونو یا حس‌ګرو لپاره د "ټرېنډ" معلوماتو کتل کېدای شي ګټور وي.
  • یوازې هغه وخت کړکۍ پرانیزئ کله چې بهر هوا تر دننه هغې سړه وي. پرانیستې کړکۍ خورا اغېزناکه ده، کله چې یوه دروازه یا اضافي کړکۍ د کراس ډرفټ چمتو کولو لپاره پرانیستل کیدی شي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د هوا له کنټرول پرته د داخلي ځایونو سړول (PDF) ته مراجعه وکړئ.
  • پر کور دننه هوا د فلټر کولو لپاره ګامونه پورته کړئ - لاندې "زما په کور کې د هوا فلټر کول ښه کړئ" وګورئ.
Icon - Air Filter
زما په کور کې د هوا فلټر کول ښه کړئ

ستاسو په کور کې د هوا فلټر کول مو پر کور دننه هوا کیفیت ښه کوي او له لوګي سره مو تماس راکموي. لاندې د فلټرېشن دری غوراوي تشریح شوي دي. په یاد ولرئ چې له دې هر انتخاب سره بېلابېلې ملاحظې او اکمالات شتون لري. هڅه وکړئ چې د ځنګلي اور له موسم مخکې هر ډول اړین توکي واخلئ، ځکه اکمالات به ژر وپلورل شي، کله چې د ځنګلي اور لوګی راشي. دا د ځنګلي اور لوګي موسم معمولا په جولای یا اګست کې پیلېږي، خو په مې میاشت کې هم پیلېدای شي.

1. که تاسو د تودوخې، تهویې او یا د اېر کنډیشن (HVAC) سیسټم لرئ، نو د ذراتو لرې کولو لپاره درجه‌بندي شوي فلټر وکاروئ. دا به ستاسو په ټول کور کې د ځنګلي اور لوګي څخه د کوچنيو ذراتو په اندازه کې کمښت راولي.

  • له ښه‌والي راوستلو مخکې خپل د HVAC لارښود وګورئ یا د HVAC مسلکي سره مشوره وکړئ.
  • د MERV 13 درجه‌بندي شوی فلټر یا تر ټولو لوړه درجه‌بندي شوي فلټر وکاروئ چې سیسټم مو یې اداره کولی شي. یو داسې فلټر انتخاب کړئ چې سیسټم مو یې د ځای پر ځای کولو لپاره ژور پلیټ ولري ترڅو پر سیسټم باندې د اضافي فشار مخه ونیسي. فلټر باید کلک نصب شي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره "د EPA د MERV درجه‌بندي څه ده؟" ته مراجعه وکړئ
  • د سیسټم بادپکه د بیا دوران پیدا کولو او په دوامداره توګه د پکي حالت کې چلولو لپاره تنظیم کړئ. (ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو سیسټم "روښانه حالت" ته تنظیم شوی، نه "اتومات ته")
  • که تاسو د MERV 13 فلټر نه لرئ، نو د لوګي د لرې کولو لپاره د تازه هوا داخلول بند کړئ. کله چې د هوا کیفیت ښه شي، بیا یې پرانیزئ.
  • په یاد ولرئ چې فلټر بدل کړئ، کله چې چټل وي یا د جوړوونکي لارښوونو یا د HVAC مسلکي لخوا ښودل شوي وي. د لوګي د اوږدې مودې په جریان کې به د فلټرونو بدلولو ته ډېره اړتیا وي.

2. د HEPA د لېږد وړ د هوا پاکووونکی ماشین کولای شي په یوه خونه یا ټاکل شوي ځای کې له لوګي څخه ذرات لرې کولو سره پر کور دننه هوا کیفیت ښه کړي. د HEPA هوا پاکوونکی ماشین چې د کاربن فلټرونه پکې شامل دي، کولای شي پر کور دننه هوا څخه ځینې زیان رسوونکي ګازونه هم لرې کړي.

یو داسې د لېږد وړ د هوا پاکونکي ماشین انتخاب کړئ چې:

  1. یوازې فلټر کوي - هېڅ ایونیک، اوزون یا ماروای بنفس (UV) ټکنالوژي ونه لري.
  2. د لوړې اغېزمنتیا د ذراتو د هوا (HEPA) فلټر.
  3. ستاسو د خونې لپاره مناسب سایز وي.
  4. غږ یې ډېر لوړ نه وي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې سرچینو ته مراجعه وکړئ:

3. د خپل باکس بادپکې فلټر جوړول (چې د DIY باکس بادپکې فلټر هم ورته ویل کیږي) کېدای شي د هوا فلټر کولو او په یوه خونه یا ټاکل شوي ځای کې د داخلي هوا کیفیت ښه کولو لپاره یو ارزانه انتخاب وي.

  • یو معیاري 20” × 20” انچه باکس بادپکه غوره کړئ (2012 ماډل یا نوې)
    • د باکس بادپکه کې څه شي ته پام وکړئ:
      • د محصول د جزیاتو لاندې د UL لخوا لېست شوی یا ETL لخوا لېست شوی په نوم بادپکې په لټه کې شئ. په نوو ماډلونو کې د خوندیتوب ځانګړتیاوې اضافه کړې دي.
      • له 2012 مخکې جوړ شوي باکس بادپکه ممکن د اور خطر رامنځته کړي. که تاسو زوړ ماډل بادپکه کاروئ، نو بې پامه یې مه پریږدئ یا د خوب پرمهال یې مه کاروئ.
      • دا ګټوره ده چې یوه بادپکه غوره کړئ چې د کنټرول تنظیمات او د برېښنا تار د بادپکې په بهرنۍ څنډه کې وي نو له فلټر سره وصلېدو وروسته د لاسرسي وړ وي.
  • له باکس بادپکې سره 20” × 20” انچه MERV 13 فلټر وصل کړئ. که تاسو 1 MERV فلټر کاروئ، کولی شئ د بنجي تار، کلیمپونو، ټیپ څخه کار واخلئ یا فلټر د برېکټونو په کارولو سره بادپکې ته وصل کړئ. لا زیات معلومات دلته وګورئ:
  • دغه راز دوه یا زیات فلټرونه هم په پام کې نیولی شئ. د ګڼ شمېر فلټرونو کارول کولای شي د بادپکې موتور بار راکم کړي. دلته 2 فلټرونه لرونکې DIY باکس بادپکې د فلټر یوه بیلګه وګورئ:
  • دلته د DIY باکس بادپکې فلټر یوه بېلکه وګورئ چې 4 یا 5 MERV فلټرونه ولري:
  • د باکس بادپکې جوړونکي لارښوونې تعقیب کړئ، لاندې موارد پکې شامل دي
    • کله چې بادپکه کاروئ، ماشومان بې‌پامه مه پرېږدئ.
    • اضافه تار مه کاروئ.
  • د باکس بادپکې فلټر په هغه خونه کې ځای پر ځای کړئ چې پلان لرئ خپل ډیری وخت پکې تېر کړئ او دغه راز کولای شئ کړکۍ او دروازې یې وتړئ. دغه کار به په کوچنیو خونو کې ډېر اغېزناک وي او نورو خونو ته ورتلونکې دروازې تړل کیدای شي.
    • فلټر له دیوالونو، فرنیچر یا نورو شیانو څخه لږ تر لږه یو فوټ لرې ځای پر ځای کړئ ترڅو د بادپکې د هوا جریان بند نه شي.
    • په کړکۍ کې یې مه چلوئ.
    • Puget Sound Clean Air Agency (پیوجټ ساونډ کلین ایر ادارې) وموندله چې د یوې کوچنۍ خونې (15’ × 15’) پاکول لږترلږه 10 څخه تر 15 دقیقې وخت نیسي.
  • کړکۍ او دروازې بندې وساتئ.
  • کله چې فلټر ککړ شي، بدل یې کړئ. کېدای شي دغه چاره د لوګي زیاتو پېښو په بهیر کې ډېره تکرار شي.

کله چې خپل د باکس بادپکې فلټر جوړوئ، نو دا مهمه ده چې د هغې محدودیتونه درک کړئ. که څه هم د EPA په همکارۍ د UL لخوا ازموینې له 2012 یا وروسته د بادپکو سره د خوندیتوب کومه اندېښنه ونه موندله، خو د باکس بادپکې د فلټر سره د کار کولو لپاره ډیزاین شوي نه دي او اغېزناکتوب یې د ډیزاین او غوره شوي اکمالاتو له مخې توپیر لري. EPA یې د پېژندل شوي فعالیت محصولاتو لپاره د دایمي بدیل په توګه سپارښتنه نه کوي، لکه په سوداګریزه توګه د لاسرسي وړ HEPA د لېږد وړ هوا پاکوونکي.

له لوګي څخه پر کور دننه هوا پاک ساتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د EPA پر کور دننه هوا فلټریشن حقیقت پاڼه (PDF) وګورئ.

له لوګي ډکې هوا په بهیر کې ماشومان او زده‌کوونکي خوندي وساتئ

ماشومان او ځوانان د لوګي د روغتیا اغېزو پر وړاندې ډېر حساس دي ځکه ماشومان د لویانو په پرتله د خپل بدن د وزن لپاره ډېره هوا تنفس کوي. دغه چاره د هوا ککړتیا ټول مقدار زیاتوي چې تنفس کېږي. سربېره پر دې، تنفسي سیسټم تر 21 کلنۍ پورې وده کوي.

هغه ماشومان او ځوانان چې روغتیايي ستونزې لري (د ساه‌لنډۍ او د سږو نورو ناروغیو، د زړه ناروغۍ او شکر ناروغۍ په ګډون) د هغو ماشومانو په پرتله چې روغتیايي ستونزې نه لري، بیړني څانګې ته تګ او روغتون کې د بستر کېدو لوړ خطر لري. ټول ماشومان او ځوانان ممکن له لوګي سره د تماس له امله په لویوالي کې د اکاډمیک فعالیت، عصبي پرمختیايي ستونزو او مزمنو شرایطو کې د کمښت یا وروسته پاتې کېدو له خطر سره مخ وي.

د ماشومانو روغتیا او د ځنګلي اور لوګي په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره ورته مراجعه وکړئ: د Western States Pediatric Environmental Health Specialty Units (PEHSU) لخوا د ماشومانو روغتیا او ځنګلي اورونه

Icon - Family

د والدینو او ښوونکو لپاره

لاندې هغه سرچینې دي چې له ماشومانو سره له اور څخه رامنځته شوي لوګي په اړه او دا چې څنګه اغېز کوي، په زده‌کړه کې مرسته کوي.

  • له خپلو ماشومانو سره د ځنګلونو د اورونو د روغتیايي اغېزو په پوهیدو کې د مرستې لپاره د د صوفیا کیسه د PEHSU لخوا په نوم له تعامل ډول برېښنايي کتاب ولولئ.
Icon - School

د والدینو، ښوونځیو، د ماشوم‌پالنې مرکزونو او د دوبي کمپونو لپاره

د واشنګټن د ماشومانو او ځوانانو د فعالیتونو لارښود (PDF) د لوګي (PM2.5) کې لهه کوچنیو ذراتو څخه د ماشومانو او ځوانانو د ساتنې لپاره سپارښتنې وړاندې کوي.

دا لارښود په ښوونځي، د ماشوم‌پالنې، د ورزش تمرینونو او لوبو، له ښوونځي مخکې او وروسته پروګرامونو، کمپونو، ساحوي سفرونو او نورو بهر پروګرامونو او فعالیتونو کې هم عملي کېږي. دا لارښود د بهر او پر کور دننه هوا د کیفیت څارنې په اړه هم معلومات لري، چې د ټیټ لګښت سینسرونه هم په بر کې نیسي. د ښوونځیو او سوداګریزو ودانیو دننه د لوګي کمولو لپاره لارښوونې تعقیب کړئ:

کله چې لوګی وي، نو څاروي او د څارويو فارم سالم وساتئ

لوګی د څارویو پر روغتیا هم اغېزه کولای شي. کله چې د هوا کیفیت خراب وي، څاروي وګورئ، په تېره هغه چې د زړه یا سږو ناروغي لري. که ستاسو څاروي د لوګي د تخریش کومې نښې له ځانه ښکاره کوي، نو خپل وترنر ډاکټر سره اړیکه ونیسئ:

  • ټوخی یا خوله بندیدل.
  • په تنفس کې ستونزه، چې د خلاصې خولې تنفس، د تنفس کولو پر مهال د غږ زیاتوالی، د تنفس سرعت زیاتېدل یا درې واړه تر پوښښ لاندې نیسي.
  • د پزې بهېدل.
  • ستړیا یا کمزوري.
  • بې لارې کېدل یا ټکر کول.
icon-pets

کورني څاروي

  • د امکان تر کچې یې په کور کې وساتئ او بیرون له تمرین څخه ډډه وکړئ.
  • په بیروني فضا کې د تشناب وقفې لنډې وساتئ.
  • پر کور دننه وخت ورسره تیر کړئ او لوبې ورسره وکړئ ترڅو یې له ذهني او فزیکي پلوه فعال وساتي.
  • کورنۍ مرغۍ په ځانګړي ډول له لوګي او د هوا د خراب کیفیت سره حساس دي او باید د هر ډول بهرني تماس څخه ډډه وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره خپل کورنۍ څاروي د ځنګلي اور له لوګي څخه خوندي کړئ، EPA (PDF) ته مراجعه وکړئ

Icon-livestock

د کورنيو څارویو فارم

  • تمرین یې را محدود کړئ او تل یې له خوړو یا واښو سره نږدې ډیرې تازه اوبه ولرئ.
  • واښه ورته لانده کړئ ترڅو دوړې او ګردونه پکې تنفس نه کړي چې ممکن د هوا مجراوې یې لا نورې هم تخریش کړي.
  • د کمو دوړو یا له دوړو څخه پاکو خواړه ورکولو او د څارویو د ساتلو ساحه کې د سپری کولو یا اوبو شیندلو له لارې له دوړو سره تماس را محدود کړئ.

څاروي ممکن د هوا خراب کیفیت پېښې وروسته د رغېدو لپاره څو اونۍ وخت ونیسي. له خپل وترنر ډاکټر سره خبرې وکړئ چې څنګه خپل څاروي په غوره توګه وڅارئ او څه وخت بېرته تمرین، سمبالولو، حرکت کولو یا لېږدولو ته راستانه شئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره خپل لوی څاروي او کورني څاروي د ځنګلي اور له لوګي څخه خوندي کړئ (PDF) ته مراجعه وکړئ

خپله رواني روغتیا خوندي وساتئ

د اوږدې مودې لوګی کولای شي پر رواني او چلندي روغتیا اغېز وکړي. د ځنګلي اور لوګی او ناورینونه زموږ ورځني معمولونه یا عادتونه اغېزمنوي، چې د هغه وخت رامحدودول چې بیرون یې تېروو او فعالیتونه بدلول پکې شامل دي. ځینې خلک ممکن پر کور دننه پاتې کېدو کې د انزوا احساس وکړي یا د لمر د نشتوالي له امله غمجن وي. لوګی هم د روغتیا او خوندیتوب لپاره مستقیم ګواښ دی. د رواني او فزیکي روغتیا ساتنه دواړه خورا مهم دي.

دلته ځینې شیان دي چې تاسو یې د لوګي پېښو پر مهال د خپل رواني روغتیا لپاره ترسره کولای شئ:

  • ټولنیزه اړیکه مهمه ده. یو داسې څوک معرفي کړئ چې د مرستې غوښتنه ترې کولای شئ او بل څوک چې ممکن ستاسو مرستې ته اړتیا ولري. له خپلو عزیزانو او ګاونډیانو سره وګورئ.
  • د کور په هغو ځایونو کې له خپلو عزیزانو سره وخت تېر کړئ چې پاکه هوا ولري یا پر کور دننه عامه ځای ته لاړ شئ چې پاکه هوا پکې یوځای وي، لکه کتابتون، پلورنځی یا بل ځای چې فلټر شوی داخلي هوا لري.
  • د DIY باکس بادپکې فلټرونه یوځای جوړ کړئ.
  • په کور کې یو څه سپک تمرین وکړئ.
  • له خپلو څارویو سره وخت تېر کړئ او پر کور دننه لوبې ورسره وکړئ ترڅو دوی هم یو څه تمرین وکړي.
  • د ځنګلي اور له لوګي سره د مقابلې (PDF) په اړه نور ولولئ.

اضافي سرچینې