لوګی تنفس کول د هر چا لپاره ښه نه دی. هرڅوک باید د لوګي پېښو په بهیر کې او ترې وروسته د تماس راکمولو په موخه یو لړ ګامونه پورته کړي او د ناروغۍ نښې نښانې وڅاري.
له اورونو څخه رامنځته کېدونکي لوګي سره تماس کولای شي ډېری روغتیايي ستونزې رامنځته یا لا پسې خرابې کړي چې له کوچني څخه تر جدي ستونزو پورې وي. دا چې د لوګي کچه لوړیږي، همداسې یې اغېزې یې لا پسې خرابې او شدیدې وي، په تېره بیا د هغو خلکو لپاره چې له لوګي سره حساس دي - لاندې وګورئ. هر څوک کېدی شي د ناروغۍ نښې نښانې او روغتیايي ستونزې ولري.
د ناروغۍ په ځینو نښو نښانو کې لاندې موراد راځي:
- د سترګو، پزې او ستوني تخریش یا خارښت (د سترګو سوځېدل، د پزې بهیدل، ټوخی).
- ستړیا.
- سر درد.
- په ستوني کې غژهاری او لنډه لنډه ساه اخیستل.
- د موجوده ناروغیو، په تېره بیا د سږو او زړه ناروغیو (د ساهلنډۍ حملې، د سینې درد، د زړه غیر منظم ضربان) څخه د ناروغۍ نښو نښانو زیاتوالی.
- د رواني روغتیا اندېښنې او سترس ذهني فشار.
که تاسو د ځنګلي اور د لوګي پېښو په بهیر کې او ترې وروسته اونۍ کې د ناروغۍ سختې نښې نښانې لکه د سینې درد یا تنفس کې ستونزه تجربه کوئ، نو طبي پاملرنه وغواړئ.
هغه خلک چې په ځانګړي ډول له لوګي سره حساس دي
څومره چې د لوګي کچه لوړیږي، همداسې یې اغېزې لا پسې خرابې او شدیدې وي، په تېره بیا د حساسو خلکو لپاره. ډېری خلک د جدي روغتیايي اغېزو د زیاتوالي خطر سره مخ دي، چې لاندې موارد پکې راځي:
- هغه خلک چې د سږو ناروغۍ لري، لکه ساهلنډي یا د سږو بندښت مزمنه ناروغي (COPD)، اوږدمهاله برونشایټس او ایمفیسیما.
- هغه خلک چې اوسمهال یا په وروستيو کې تنفسي انتانات لري، لکه کووید-19، سینهبغل، حاد برونشایټس، برونچیولایټس، زوکام یا انفلونزا.
- هغه خلک چې د زړه یا وینې دوران له ستونزو سره مخ دي، لکه د زړه له کاره لوېدل یا د زړه د شریان ناروغي.
- هغه خلک چې د زړه د حملې یا سټروک مخینه لري.
- هغه خلک چې د شکر ناروغي لري ځکه د زړه او رګونو یا کارډیووازکیولر د نا تشخیص شوي ناروغۍ احتمال لري.
- 18 کلن او کم عمره خلک ځکه سږي او تنفسي لارې یې لا هم وده کوي او د لویانو په پرتله د بدن د وزن د هر پونډ پر سر ډېره هوا تنفس کوي.
- 65 کلن او ډېر عمر لرونکي خلک ځکه د زړه یا سږو د نامعلومو ناروغیو احتمال ډیر لري.
- مېندواره مېرمنې ځکه مېندواره ښځه او جنین دواړه د روغتیايي اغېزو له خطر سره مخ دي.
- هغه خلک چې لاسرسی او کاري اړتیاوې لري او ممکن د هر هغه حالت له امله اضافي مرستې ته اړتیا ولري چې ممکن په بیړني حالت کې د عمل کولو وړتیا محدوده کړي.
- هغه خلک چې سګرټ څکوي یا د سګرټ څکولو تاریخچه لري ځکه د سږو د فعالیت او یا د سږو ناروغیو احتمال ډیر لري.
- هغه خلک چې بهر کار کوي ځکه ډېری وخت بهر تېروي او ممکن د اوږدې مودې لپاره له لوګي سره مخ شي.
- اقلیت نژادي ټولنې ځکه ډېری وختونه یې ټولنیز او اقتصادي نابرابري تجربه کړې چې له لوګي څخه د منفي روغتیا اغېزو خطر زیاتوي.
- قبایلي غړي او بومي خلک ځکه ډیری وختونه د اقلیم د بدلون خطرونو څخه لومړی او تر ټولو ډېر اغېزمنېږي چې لوګی پکې شامل دی.
- کم عاید لرونکي خلک ځکه ممکن روغتیایی پاملرنې ته د لاسرسي احتمال کم وي یا د خطر کمولو لپاره مداخلې توان ونه لري.
- هغه خلک چې له کوره بهر دي یا له سرپناه څخه بې برخې دي ځکه ډېر وخت بهر تیرول کولای شي له لوګي سره تماس کړي او ممکن ټولنیزو او روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.