WA Notify متنونه

آیا تاسې د Washington State Department of Health (DOH، د واشنګټن ایالت د روغتیا وزارت) لخوا لیکلې یا تلیفوني پیغام ترلاسه کړی؟

دوه ډوله لیکلي پیغامونه/خبرتیاوې دي چې تاسې یې د ټلیفون له لارې ترلاسه کوئ.

د COVID-19 د آزمیښت د مثبتې پایلې خبرتیا

DOH د ټلیفون ټولو هغو شمېرو ته یوه خبرتیا او یا لیکلی پیغام استوي چې د DOH له راپور سره سم د دوي د COVID-19 پایلې مثبت وي. دا خبرتیا پدې اړه معلومات وړاندې کوي چې څنګه په بې نومي ډول د WA Notify نور کاروونکي خبر کړئ چې هغوی د COVID-19 سره مخ شوي دي.

که چېرې تاسې د WA Notify کاروونکی یاست، تاسې یوازې اړ یئ چې خبرتیا کیکاږئ یا په لیکلي پیغام کې په لینک باندې کلیک وکړئ او د WA Notify ټول هغه مراحل تعقیب کړئ تر څو په بې نومه توګه نورو ټولو کاروونکو ته په احتمالي توګه له خطر سره د مخ کېدو په اړه خبر ور کړئ.

که چېرې تاسو د WA Notify کارونکی نه یاست، تاسو کولای شئ لیکلي پیغام ته پام ونه کړئ. که چېرې تاسو غواړئ خپل ټلیفون ته د هغې د اضافه کولو د څرنګوالي په ګډون د WA Notify په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ WANotify.org ته مراجعه وکړئ

د WA Notify هغه کاروونکي چې له خودي آزمایښت کار اخلي (په کور کې آزمیښت هم ورته ویل کیږي) او د COVID-19 آزمایښت پایله یې مثبت شي کولی شي د WA Notify د نورو کاروونکو په بې نومي ډول د خبرولو لپاره چې ممکن هغوی د COVID-19 سره مخ شوي وي د تایید کوډ غوښتنه وکړي. که چېرې ستاسو د COVID-19 د آزمیښت پایله مثبت وي د WANotify.org پتې له لارې نورو ته” د خبرتیا ور کولو د څرنګوالي په برخه کې د خودي آزمیښت برخې ته مراجعه وکړئ.

په احتمالي توګه د COVID-19 سره د مخ کېدو د خطر خبرتیا

د WA Notify هغه کارکوونکي چې له احتمالي خطر سره مخ دي، دوي به له خطر سره د مخامخ کېدو خبرتیا ترلاسه کړي.

متنونهاو خبرتیاوي څه ډول ښکاري؟

د خبرتیا انځور

pop up notification screenshot

 

د پاپ اپ خبرتیا منځپانګې

خپل د COVID-19 تشخیص شریک کړئ

دلته ټایپ وکړئ ترڅو په نامعلومه ډول نورو ته خبر ورکړئ چې دوی ممکن د COVID-19 سره مخ شوي. د خپلې ټولنې په خوندې ساتلو کې مرستې لپاره ګامونه تعقیب کړئ. ستاسو شخصي معلومات به شریک نه کړې شي.

د متن انځور

text message screenshot

 

د متن منځپانګې

Message from (Mensaje del) WA Dept. of Health:

This number was given for a recent COVID-19 test. If this phone uses WANotify AND belongs to the person tested, please click the link within 24 hours. Follow the steps to anonymously alert others who may have been exposed.

https://us-wa.en.expressly/v?c=8w5io5c38ipo24fc

Se dio este numéro para una prueba reciente de COVID-19. Si este teléfono usa WANotify Y es de quien se hizo la prueba, haga clic en el enlace en las próximas 24 horas. Siga los pasos para alertar anónimamente a quienes tal vez hayan sido expuestos.

NOT the person tested? Need more information? Visit wanotify.org/text

¿NO es quien se hizo la prueba? ¿Desea más información? Visite notificawa.org/texto

د متن انځور

text message screenshot

 

د متن منځپانګې

Message from WA Dept. of Health:

If this phone uses WANotify AND belongs to the person tested, please click the link within 24 hours. Follow the steps to anonymously alert others who may have been exposed.

https://us-wa.en.expressly/v?c=5b56h13n80q9onll

NOT the person tested? Need more information? Visit wanotify.org/text.

د متن انځور

text message screenshot

 

د متن منځپانګې

Mensaje del Departamento de Salud del Estado de Washington:

Si este teléfono usa WANotify Y es de quien se hizo la prueba, haga clic en el enlace en las próximas 24 horas. Siga los pasos alertar anónimamente a quienes tal vez hayan sido expuestos.

https://us-wa.en.expressly/v?c=dvo8iije3v33saoj

¿NO es quien se hizo la prueba? ¿Desea más información? Visite notificawa.org/texto.

د افشاکیدو خبرتیا انځور

exposure notification screenshot

د افشاکیدو خبرتیا منځپانګې

" تاسو ممکن د COVID-19 سره مخ شوي یاست

تاسو له یو داسي کس سره نږدې پاتې شوي یاست چې په دې وروستیو کې یې د COVID-19 ازموینې مثبتې وي. هر په راتلونکی کې څه ترسره کوئ مهم دي او موږ دلته د مرستې لپاره یاست. د نورو زده کولو لباره ټایپ کړئ.

که چیرې زه یو متن یا خبرتیا ترلاسه کړم نو زه باید څه وکړم؟

د WA Notify کاروونکي باید په متن کې لنک کلیک کړي یا خبرتیا کښیکاږي او په اپ کې د خپلو پایلو په بې نومي ډول تایید لپاره ټول ګامونه تعقیب کړي. دا په بې نومي ډول د WA Notify نور هغه کاروونکي خبروي چې پدې وروستیو کې سره نږدې و او د COVID-19 سره ممکن مخ شوي اوسي. دWA Notify کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په نامعلومه توګه خپلې پایلې تائید کړي چې د COVID-19 د ډیر ګړندي خپریدو مخنیوی وکړي. د قضیي د تحقیق پروسي پر وخت د عامه روغتیا ریاست ممکن بیا هم اړیکه ټینګه کړې او د تائید لینک وړاندیز کړي.

لطفاً د خپلې روغتیا لومړنې پاملرنې ډاکټر یا د مازموینه کولو وړاندې کوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ، که چیرې:

  • تاسو متن یا خبرتیا ترلاسه کړئ وي، خو خپلې رسمې ازموینې پایلې مو نه وي ترلاسه کړي
  • تاسو د خپلې ازموینې پایلو په اړه پوښتنې ولرئ

عمومي پوښتنې

که چیرېWA Notify نه پوهیږي چې زه څوک یم، نو زه څڼګه متن یا خبرتیا ترلاسه کړم؟

متن او خبرتیا د Department of Health(DOH, د روغتیا څآنګه) لخوا استول کیږي، د WA Notify لخوا نه استول کیږي. DOH هر هغه چا ته چې دCOVID-19 لپاره یې ازموینه مثبت وي متن او/یا خبرتیا لیږي ځکه چې موږ نه پوهیږو څوک WA Notify کاروي. که چیرې تاسو WA Notify نه کاروئ، نو تاسو کولی شئ متن او خبرتیا له نظره وغورځوئ.

DOH څنګه پوهیږي چې چا ته پیغام یا خبرتیا ولیږي؟

د قانون له مخي، د څو ساري ناروغیو څخه د ازموینې مثبتې پایلې باید د تماس معلوماتو سره یو ځای دولت ته راپور شي. دا معلومات DOH د ناروغۍ مخنیوي لپاره د پیښې د څیړنو او د اړیکې د تعقیبولو (یوازې انګلسي) لپاره کاروي. هر هغه چا ته چې پایلې یي مثبتې وي خبرتیا ورکوي د WA Notify کاروونکو ته اجازه ورکوي ترڅو په چټکۍ سره عمل وکړي او په نامعلومه توګه نورو ته د احتمالي افشا کیدو څخه خبرداری ورکړئ.

زه WA Notify نه کاروم. ولې مو راته پیغام رالیږلی؟

DOHهغه تلیفونې شمیرو ته یو متن پیغام او/یا یو پاپ اپ خبرتیا استوي چې په دې وروستیو کې د هغه خلکو لخوا کارول شوي چې د COVID-19 ازموینې یي مثبې وي.

DOHیوازې پیژنې چې د چا پایلې مثبتې وي – موږ نه پیژنو چې څوک WA Notify کاروی. هر کس ته د پیغامونو په استولو سره، موږ د WA Notify کارکوونکو سره نورو ته په نامعلومه ډول د احتمالي افشا کیدو په اړه ډیر ژر خبرداری ورکولو کې مرسته کولی شو او په احتمالي توګه ژوند وژغورئ.

که چیرې تاسو WA Notify نه کاروئ، هیڅ اقدام ته اړتیا نشته دی. که چیرې تاسو غواړئ دWA Notify په اړه نور زده کړې، په شمول دا څنګه په خپل تلیفون کې اضافه کړئ، نو دا ورګوئ WANotify.org.

پیغام به له کوم تلیفونې شمیرې څخه راځي؟

هغه شمیره چې د DOH لخوا به پرې پیغام لیږل کیږي دا ده 3040-986-844-1

ما خبرتیا ما پیغام ترلاسه کړی دی خو هغه کس چې ازموینه یيکړي و، زما د فامیل یا د کورنۍ یو غړی و. زه باید څه وکړم؟

WA Notify کارونکي چې مثبته معاینه ولري باید مرحلې تعقیب کړي ترڅو نورو ته په نامعلومه توګه خبرداری ورکړي چې ممکن افشا شوي وي، نو تاسو باید کوم متنونه یا خبرتیاوې له پامه غورځوئ چې ستاسو لپاره نه وي.

که ستاسې د کورنۍ کوم غړی د WA Notify کارونکی وي، مثبت ټیسټ شوی وي، او لاهم اړ وي په WA Notify کې خپلې پایلې تایید کړي، کولی شي په WANotify.org کې په "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخه کې ګامونه تعقیب کړي.

زه څومره وخت ته اړتیا لرم چې باید خبرتیا ټایپ کړم یا د تائید لینک فعال کړم؟

تاسو د خبرتیا یا متن پیغام ترلاسه کولو وروسته 24 ساعته لرئ ترڅو په WA Notify کې نورو ته خبرتیا لپاره مرحلې تعقیب کړئ. که تاسې نشئ کولی په دغه وخت کې خبرتیا کښیکاږئ یا د تایید لنک کلیک کړئ، تاسې کولی شئ په WANotify.org کې په "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخه کې د ګامونو په تعقیب کولو سره په WA Notify کې د تایید کوډ غوښتنه وکړئ.

ایا په WA Notify کې د لینک فعلولو لپاره له یو څخه ډیر کسان کولی شي بیغام یا خبرتیا وکاروي؟

نه. که ستاسې د کورنۍ کوم غړی د WA Notify کارونکی وي، مثبت ټیسټ شوی وي، او لاهم اړ وي په WA Notify کې خپلې پایلې تایید کړي، کولی شي په WANotify.org کې په "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخه کې ګامونه تعقیب کړي.

زه د خپلې افشا کیدو نیټه په WA Notify کې څنګه ومومم؟

په یو iPhone کې:

  1. Settings(تنظمات) امستو ته ولاړ شئ
  2. Notifications Exposure (د افشاکیدو خبرتیاوي) وټاکئ یا پهلټون بار کې Exposure Notifications (د افشاکیدو خبرتیاويې) ولیکئ.
  3. ستاسې د ممکن مخ کیدو اټکلي نیټه د “You may have been exposed to COVID-19” ("تاسې ممکن د COVID-19 سره مخ شوي اوسئ") لاندې ښودل کیږي.

په Android کې:

  1. د WA Notify کاریال پرانیزئ
  2. د “Possible exposure reported” (احتمالي افشا کیدو راپور شوي) تر عنوان لاندې See Details (جزیات وګورئ) وټاکئ
  3. ستاسې د ممکن مخ کیدو اټکلي نیټه د “Possible Exposure Date” ("د ممکن مخ کیدو نیټه ") لاندې ښودل کیږي.