ما سره نږدې د معایناتو موقعیت ومومئ (په انګلیسي)
هغه خلک چې بې نسخې د معاېنې کټونه اخلي او مثبته پایله ترلاسه کوي باید د ریاست COVID-19 هټ لاین 1-800-525-0127 ته زنګ ووهي او بیا # فشار راوړي کله چې دوي پایلې ترلاسه کړي. د تلیفون کرښه د دوشنبې د سهار له 6 بجو څخه د شپې تر 10 بجو پورې شتون لري، او د سشنبې څخه تر یکشنبې (او رخصتۍ ته په کتو) د سهار له 6 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې شتون لري.
ولې باید معاینه وکړو
معاینه ترسره کول ژوند ژغوري. معاینه خلکو ته اجازه ورکوي چې احتیاطي تدابیر ونیسي لکه په وخت سره قرنطین کېدل، د ویروس د خپریدو مخه نیسي؛ اخته شوي خلک پرته له علاېمو کولی شي لاهم ویروس خپور کړي. معاینه کول د عامې روغتیا چارواکو سره د وبا خپرېدو او پېژندلو لپار اقدام کولو کې او د ویروس نوي ډولونه تعقیب کې مرسته کوي. معاېنه د عادي فعالیتونو بیا پیلولو مرسته کولو کې یوه اړینه برخه ده.
د University of Washington او Department of Health د (DOH، روغتېا ادارې) څیړونکو وموندله چې د COVID-19 لپاره معاینه او تعقیب دWA Notify (واشنګټن خبرتیا) احتمالا د 2020 دسمبر څخه تر مارچ 2021 پورې شاوخوا د 6,000 پېښو مخه نیولی.
کله باېد معاینه وکړو
کله چی تاسو د ناروغS احساس کوئ نو ځان معاینه کړئ. COVID-19 د علایمو (انګلیسي کې) پراخه ډولونه لري، نو که تاسو ښه احساس نه کوئ، دا غوره ده چې ژر تر ژره معاینه وکړئ.
معاینه وکړئ که چېری تاسو د یو داسی چا سره مخ شوي یاست چې د COVID-19 مثبته معاینه ېې درلوده. سمدلاسه معاینه وکړئ که تاسو علایم ښکاره کوي. که تاسو علایم نه ښکاره کوئ، د خکاره کیدو وروسته پنځه ورځې انتظار وکړئ او بیا معاینه وکړئ.
په واشنګټن کې د سوداګرۍ او د غونډو ځایونه ممکن د تاسیس یا غونډې ته د ننوتلو دمخه معاینی او/یا واکسین کولو اړتیاوې ولري. زنګ ووهئ یا د تللو دمخه د دوي ویب پاڼه وګورئ.
تاسو ممکن د سفر نه مخکی او/یا وروسته معاینی ته اړتیا ولرئ. وګورئ د Centers for dieses and Control Prevention ,CDC) ناروغېو د کنترول او مخنیوي مرکزونو) د وروستي سفر لارښونه(انګلیسي کې). .
کله چې تاسو د خلکو یوې ډلې سره راټولیدو ته ځئ، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د سختې ناروغۍ په خطر کې دي یا ممکن د دوي د COVID-19 واکسینونو په اړه تازه معلوماتو (انګلیسي کې) باندې نه وي پوه.
چېرته باید معاینه وکړو
د واشنګټن د Department of Health ویب پاڼه د معاینو ساحو لارښود په هر هیواد کې د کاري ساعتونو او اړتیاو سره شتون لري. د معاینې ساحو په اړه د اضافي معلوماتو لپاره، 2-1-1 ته زنګ ووهئ. د غیر نسخيي معاېنو کټونه د راغوښتلو لپاره شتون لري او د آسانۍ لپاره درملتونونو کې هم شتون لري، پخپله په کور کې معاېنه کولو لپاره.
لګښت
د بیمې چمتو کونکي به اوس کورنیو ته په میاشت کې تر اتو معاینو پورې تادیه ورکوي.د پېسو ورکولو بېمې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ (انګلیسي کې).
کاونټي یا ایالت لخوا ملاتړ شوي معاینې ساحو کې ترسره کېدونکی معاېنات لګښت نلري. ډیری معاینې په ځانګړي توګه د هغه خلکو لپاره چې علایم پکې څرګندیږي. بیمې له خوا بېل ورکول کیږي یا د Department of Health لخوا لګښت ورکول کییږي.
تاسو کولی شئ په ځایی یا آنلاین پرچون پلورونکو او درملتونونو کې په کور کې معاینه هم واخلئ. هیڅ بیمه یا نسخې ته اړتیا نشته.
د معاینو ډولونه
اوس مهال معاېنو کې د انټيجن ګړندي معاېنې، مالیکیولر معاېنې (په لابراتوار کې او د پاملرنې مرکز دواړو کې)، او ځینې کور کې پخپله د ځان معاېنې شتون لري. د هرې ځانګړې معاینې وړاندی کول د غوښتنې او تولید کونکي ظرفیت پربنسټ توپیر لري.
څرنګه په کور کې معاینه کیږي
دا اړینه ده چې د خورا دقیقو پایلو لپاره په کور کې د ګړندي معاینو کټ دننه لارښوونې تعقیب کړئ. ډیری برانډونه ویډیوي لارښوونې هم وړاندیز کوي. د نورو غوره عملونو لپاره، وګورئ په کور کې د معاینی لپاره د Centers for Disease Control and Prevention (CDC, ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونه) لارښوونې (انګلیسي کې).
غلط منفي معاېنې کولی شي د چټکو معاینو سره مخ شي. د معاینو ځینې کټونه ممکن دوه معاینی ولري (تاسو باید په بکس کې لارښوونې تعقیب کړئ د کله معاینی کولو لپاره).
د معاینی د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږد معاینی کولو په اړه ډیری پوښتل شوي پوښتنې پاڼې ته لاړ شئ.
معاېنه کول څرنګه کیږي
ډیری معاینې د پوزې سواب په کارولو سره ترسره کیږي. ځینې معاېنې ممکن د لعاب (لياړو) راټولولو سره ترسره شي. نور معلومات په ډیرې پوښتل شوې پوښتنو پاڼې کې موندل کیږي.
کله باید قرنطین یا جلا شو
تاسو ممکن د معاینی اخیستلو دمخه او د خپل پایلو ترلاسه کولو وروسته قرنطین یا جلا کیدو ته اړتیا ولرئ. دا به ستاسو د واکسین کولو وضعیت پورې اړه ولري او چې اېا تاسو علایم ښکاره کوئ که نه. دCenters for Disease Control and Prevention (CDC, نارغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونه) وروستي لارښود دا د سناریو کې تقسیموي (انګلیسي کې). تاسو کولی شئ زموږ لارښود هم تعقیب کړئ د هغو خلکو لپاره چې علایم لري او/یا د COVID-19 سره مخ دي.