WA Notify، (د WA خبرتیا) (همدارنګه د واشنګټن مخ کیدو خبرتیاو په توګه هم پیژندل کیږي) یوه وړیا وسیله ده چې تاسې یې خپل ګرځنده تلیفون کې اچولی شئ چې دا د COVID-19 سره د احتمالي مخ کیدو خبرداری کاروونکو ته ورکوي. دا په بشپړ ډول خصوصي دی، هیڅ ډول شخصي معلومات نه راټولوي یا شریکوي، او تاسې چې چیرته ځئ هغه نه تعقیبوي.
زه څنګه کولۍ شم خپل تلیفون ته WA Notify واشنګټن خبرتیا اضافه کړم؟

د ېو iPhone، په ترتیباتو کې د افشا کولو خبرتیا فعال کړئ:
- ترتیباتو ته لاړ شئ
- د افشا کولو خبرتیاو ته لاندې لاړ شئ.
- په "د افشا کولو خبرتیاوې فعال کړئ" باندې کلیک وکړئ
- متحده ایالات انتخاب کړئ
- واشنګټن انتخاب کړئ

په ېو Android تلیفون کې:
- Google Play Store (یوازې په انګلیسي کۍ) ته لاړ شئ
- د WA Notify ایپ ډاونلوډ کړئ
د انډرایډ او آی فون لپاره، د QR کوډ سکین کړئ یا خپل تلیفون ته WA Notify اضافه کړئ که تاسې موبایل کاروئ.

دا څرنګه کار کوي؟
کله چې تاسو WA Notify فعال کړئ، ستاسو تلیفون تصادفي، نامعلوم کوډونه د هغو خلکو تلیفونونو سره تبادله کوي چې تاسو ورته نږدې یاست چا چې WA Notify هم فعال کړې. دا سیسټم ستاسې په اړه د کومو معلوماتو ښکاره کولو پرته د دغه کوډونو د تبادله کولو لپاره د محرمیت ساتنې د ټیټ انرژۍ بلو ټوت ټیکنالوژي کاروي. که چیرې د WA Notify بل کاروونکی چې تاسې ورسره پدې وروستیو کې نږدې وئ د COVID-19 ټیسټ مثبت شي او په بې نومې ډول د نورو خلکو د خبرولو ګامونه تعقیبوي، نو تاسې به خبرتیا ترلاسه کړئ. دا تاسو سره مرسته کوي هغه پاملرنه په چټکۍ سره ترلاسه کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ او ستاسو شاوخوا خلکو ته د COVID-19 خپریدو څخه مخنیوي کې مرسته کوي.
یو الګوریتم حیساب کوي ترڅو هغه پیښې وپیژني چې ممکن د COVID-19 لیږد کولی شي له هغه چا څخه چې په خوندي فاصله کې وي یا دومره لنډ وي چې تاسو خبرداری ته اړتیا نلرئ. WA Notify به یوازې تاسو ته خبرتیا درکړي که تاسو په احتمالي توګه افشا شوي یاست. نو د خبرتیا نه ترلاسه کول ښه خبر دی.
همدارنګه WA Notify د 30 څخه ډیرو ژبو کې شتون لري.

زما محرمیت څرنګه خوندي دی؟
WA Notify د ګوګل ایپل افشا کولو خبرتیا ټیکنالوژۍ پر بنسټ دی، چې ستاسو د محرمیت ساتلو لپاره ډیزاین شوی. دا په شالید کې د موقعیت یا د شخصي ډیټا راټولولو یا ښکاره کولو پرته کار کوي. د ښه کار کولو لپاره WA Notify اړ ندی پوهه شي تاسې څوک یا چیرې یې. د بلوتوث یوازې کم برق مصرفولو سره، ستاسو پر بیټرۍ اغیزه نلري.
ګډون په بشپړه توګه داوطلبانه دی. کاروونکي کولی شي په هر وخت په کې برخه واخلي ېا بې برخې شي. پدې اړه د نورو معلوماتو لپاره چې د کاروونکي محرمیت څنګه محافظت کیږي، د WA Notify د محرمیت پالیسي وګورئ.
خبرتیاوې څه ډول ښکاري؟
هلته دوه ډوله خبرتیاوې شتون لري چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ. هغه څوک چې مثبته معاینه لري د تایید لینک متن پیغام او/یا د ټلیفون خط خبرتیا به ترلاسه کوي. د WA Notify کاروونکو ته چې ممکن افشا شوي وي د افشا کولو خبرتیا ترلاسه کړي. د دې خبرتیاوو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او وېې ګورئ چې دا څنګه ښکاري.
WA Notify څنګه مرسته کوي؟
مطالعاتو موندلي دي چې هرڅومره ډیر خلک د مخ کیدو خبرتیاوې وکاروي، هغومره یې ګټه ډیره ده. په واشنګټن ایالت کې د درې کاونټیانو پربنسټ بیلګې ښئ چې حتی د WA Notify کاررونکي کم شمیر خلک په ویروس اخته کیدل او مړینې راکمولی شي. کله چې موږ واکسین وکړو او ماسک اغوندو، موږ کولی شو ژوند وژغورو. کله چې موږ مخامخ حضوري فعالیتونه بیرته پیل کوو، WA Notify د محافظت یو بل وراضافه پوړ دی. دا ستاسې د خپل ځان او ستاسې شاوخوا خلکو د خوندي ساتلو لپاره نور هغه څه دي چې تاسې یې کولی شئ.
په کور کې د مثبت COVID-19 معایني پایلو لپاره د تایید کوډ غوښتنه څرنګه کولۍ شو
WA Notify هغه کاروونکو ته خبر ورکوي چې د کاونټر څخه د معاېنې کټونه اخلي او د COVID-19 مثبت پایله ترلاسه کوي اوس کولی شي په WA Notify کې د تایید کوډ غوښتنه وکړي.
د آلې لخوا د تایید کوډ غوښتنه کولو لپاره:

په یو iPhone:
- Settings (ترتیباتو) ته لاړ شئ او Exposure Notifications (د افشا کولو خبرتیاوې) خلاص کړئ.
- "Share a COVID-19 Diagnosis (د COVID-19 تشخیص شریک کړئ)" انتخاب کړئ.
- "Continue (دوام ورکړئ)" انتخاب کړئ.
- که تاسې د کوډ لیکلو لپاره انتخاب وینئ، انتخاب کړئ Didn’t get a code، (کوډ مو ترلاسه نکړ؟) Visit WA State Dept. of Health Website (د واشنګټن آیالات اداره د روغتیا اداره ویب پاڼه وګورئ). که تاسې د کوډ لیکلو لپاره انتخاب ونه وینئ، بلې مرحلې ته ورشئ.
- د خپل د تلیفون شمیره دننه کړئ چې WA Notify او ستاسو د مثبت COVID-19 معایني نیټه کاروي.
- "Continue (دوام ورکړئ)" انتخاب کړئ.

په ېو Android تلیفون کې:
- د WA Notify خلاص کړئ او "د COVID-19 خپریدو مخنیوي کې د مرستې لپاره د خپلې معایني پایله شریک کړئ" او انتخاب کړئ.
- "دوام" انتخاب کړئ بیا "زه یو کوډ ته اړتیا لرم" انتخاب کړئ.
- د خپل د تلیفون شمیره دننه کړئ چې د واشنګټن خبرتیا او ستاسو د مثبت COVID-19 معایني نیټه کاروي.
- "کوډ ولیږئ" انتخاب کړئ.
د انډرایډ یا آی فون لپاره، د QR کوډ سکین کړئ یا د تایید کوډ غوښتنه وکړئ که تاسې موبایل کاروئ.

تاسو به د خپل تصدیق لینک سره یو پاپ اپ خبرتیا او یو متن پیغام ترلاسه کړئ. تاسو یوازې د خبرتیا کېکاګلو ته اړتیا لرئ یا په متن پیغام کې لینک باندې کلیک وکړئ ترڅو په WA Notify کې مرحلې تعقیب کړئ ترڅو نورو کاروونکو ته په نامعلوم ډول د احتمالي افشا کولو خبرداری ورکړئ.
که تاسو نشئ کولی په واشنګټن خبرتیا کې د تایید کوډ غوښتنه وکړئ، تاسو باید د COVID-19 ټلیفون خط 1-800-525-0127 ته زنګ ووهئ، بیا # فشار ورکړئ، او د ټلیفون خط کارکونکو ته خبر ورکړئ چې تاسو د WA Notifyکاروونکي یاست. د ټلیفون خط کارکونکي کولی شي تاسو ته د تایید لینک چمتو کړي چې تاسو یې د WA Notifyنورو کاروونکو ته خبرداری ورکولو لپاره کارولی شئ چې ممکن دوي افشا شوي وي.
خپل د COVID-19 د پخپله مثبت ټیسټ پایلو راپور څنګه ورکړئ
هغه خلک چې د پخپله ټیسټ کیټ (د په کور کې ټیسټ هم ورته ویل کیږي) کاروي او د COVID-19 لپاره مثبت ټیسټ شي کولی شي مثبت پایله Department of Health (DOH، د روغتیا څآنګه) ته، د WA Notify غوښتنلیک نه دباندې راپور کړي. د مثبت ټیسټ پایلې څنګه راپور ورکولو اوسني لارښود لپاره، د DOH دCOVID-19 لپاره ټیسټ پاڼې ته رجوع وکړئ.
وړیا د پخپله ټیسټ کیټونه هم د Say Yes (هو وایی) لخوا په چوپړ کې دي! COVID Test (د COVID ټیسټ).
نوره لارښوونه د DOH په څه وکړئ که ستاسې د COVID-19 ټیسټ مثبت شي سرچینه کې موندلی شئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: WA Notify د افشا کولو خبرتیا وسیله ده. دا د دې لپاره نه و ډیزاین شوی چې کاررونکي خپل د ټیسټ پایلې پکې DOH ته راپور کړي. د پایلو DOH ته راپور ورکول د WA Notify غوښتنلیک سیسټم نه دباندې دي.
موږ ولې د اړیکو تعقیب او WA Notify ته اړتیا لرو؟
د اړیکو تعقیب د لسیزو راهیسې د عامې روغتیا اغیزناکه مداخله وه. WA Notify په مستعار ډول د دې کار ملاتړ کوي. دا ېې یو بېلګه ده: که تاسو د COVID-19 لپاره مثبته معاینه ولرئ، د عامې روغتیا چارواکي کولی شي تلیفون وکړي او له تاسو څخه وغواړي چې خپل وروستي نږدې اړیکې شریکې کړئ. تاسو د یو اجنبی نوم نشئ ورکولی چې تاسو په بس کې ورسره نږدې ناست یاست ېې. که تاسې دواړه WA Notify کاروئ، په بس کې نا اشنا نفر ته په بې نومي ډول د ممکن مخ کیدو او د ملګرو او کورنۍ د خوندي توب لپاره د COVID-19 خپریدو مخنیوي لپاره د ګامونو د اخیستلو په اړه خبرداری ورکول کیږي. لکه د واکسین او ماسک اغوستلو په څیر هر یو د COVID-19 خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي، یوځای دا ډیر اغیزناک دي.
آیا زه اړ یم د WA Notify کارولو ته دوام ورکړم یا کولی شم اوس یې بند کړم؟
موږ هرڅوک هڅوو چې په خپل تلیفون کې WA Notify فعال وساتي او بند یې نکړي. دا چې محدودیتونه کم شوي او فعالیتونه بیرته پیل کیږي، WA Notify ستاسې سره د محافظت د یوه اضافه پوړ اسانه لاره ده.
ایا زه WA Notify خبرتیا ته اړتیا لرم که زه واکسین شوی یم؟
هو! واشنګټن ایالت به د یو څه وخت لپاره د COVID-19 سره لاس او ګریوان وي. موږ لاهم د دې ویروس په اړه ډیری شیان زده کوو، لکه دا چې واکسین د څومره مودې لپاره اغیزمن دي او واکسین څومره ښه د COVID-19 نوي بیلګو پروړاندې محافظت کوي. حتی که د واکسین شوي خلکو لپاره خطر خورا کوچنی هم وي، موږ پوهیږو چې مکمل واکسین شوي خلک لاهم په COVID-19 اخته کیدی او خپرولی یې شي. همدارنګه، موږ پوهیږو داسې افراد هم شته چې تر اوسه ندي واکسین شوي. د دې ټولو دلایلو لپاره، موږ د واشنګټن ټول اوسیدونکي هڅوو چې په خپلو تلیفونونو کې WA Notify فعال کړي – ترڅو د COVID-19 خپریدو بندولو کې مرسته وکړي.
غواړئ د WA واشنګټن خبرتیا په اړه پوهاوې خپور کړئ؟
د ټولنیزو رسنیو پیغامونو، پوسټرو، ساده راډیو او تلویزیوني اعلاناتو، او نورو لپاره زموږ د WA Notify ټول کیټ وګورئ. همدا رنګه خپلو ملګرو او کورنۍ ته یې هم ووایی. هرڅومره چې ډیر خلک WA Notify کاروي، هغومره ستاسې د خپل ځان او ستاسې ټولنې محافظت لپاره ډیره مرسته کوي.
نورې ډیری پوښتل شوي پوښتنې
- زه د خپلې افشا کیدو نیټه په WA Notify کې څنګه ومومم؟
-
په یو iPhone:
- Settings (ترتیباتو) ته لاړ شئ
- Exposure Notifications (افشا کولو خبرتیاوې) یا سرچ بار کې Exposure Notifications (د افشا کولو خبرتیاوې) ولیکئ
- ستاسې د مخ کیدو اټکلي نیټه به د “You may have been exposed to COVID-19” (تاسې ممکن د COVID-19 سره مخ شوي اوسئ) لاندې ښودل کیږي.
په Android کې:
- د WA Notify اپ خلاص کړئ
- See Details (جزیات وګورئ) انتخاب کړئ، د " Possible exposure reported (احتمالي افشا کېدل راپور شو)” لاندې
- ستاسې د مخ کیدو اټکلي نیټه به د " Possible Exposure Date (ممکن مخ کیدو نیټه)" لاندې ښودل کیږي.
-
ما د واشنګټن ایالت د روغتیا ادراه Washington State Department of Health (DOH) څخه یو خبرتیا او/یا یو متن ترلاسه کړ. ولې؟
-
Department of Health ) DOH, د روغتیا اداره) هر چا ته یو متن پیغام او/یا یو ټلیفون خط خبرتیا لیږي چې پدې وروستیو کې د COVID-19 لپاره مثبته معاینه لري ترڅو د WA Notify کاروونکي وکولی شي په چټکۍ او نامعلوم ډول نورو کاروونکو ته د احتمالي افشا کولو خبرداری ورکړي. د دې خبرتیاوو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او وېې ګورئ چې دا څنګه ښکاري.
که تاسې دواړه لیکلی پیغام او خبرتیا ترلاسه کړئ، تاسې اړ یې یوازې خبرتیا کښیکاږئ یا په لیکلي پیغام کې لنک کلیک کړئ او د ممکن مخ کیدو په اړه نور کاروونکي په بې نومي ډول په WA Notify کې د ګامونو په تعقیبولو سره خبر کړئ.
-
ما عامه روغتیا ته د خپل د WA Notify ډیټا د ونډې ورکولو په اړه خبرتیا ترلاسه کړه. ولې؟
-
DOH غواړي پوهه شي چې WA Notify څومره ښه کار کوي نو موږ کولی شو وسیله کې اړین پرمختګونه راوړو. که تاسو موافق یاست چې د خپل WA Notify ډیټا شریکه کړئ، ستاسو محرمیت لاهم په بشپړ ډول خوندي دی. هیڅ شخصي معلومات راټول شوي یا شریک شوي ندي او ستاسو د پیژندلو لپاره هیڅ لاره شتون نلري. یوازې DOH کولی شي دې معلوماتو ته لاسرسی ومومي او یوازې په دولتي کچه.
-
که چیرې د WA Notify کاروونکي موافق وي چې خپل معلومات شریک کړي، څه راټولیږي؟
-
که تاسو موافق یاست چې د خپل واشنګټن خبرتیا ډیټا شریکه کړئ، ستاسو محرمیت لاهم په بشپړ ډول خوندي دی. هیڅ شخصي معلومات راټول شوي یا شریک شوي ندي او ستاسو د پیژندلو لپاره هیڅ لاره شتون نلري. یوازې DOH کولی شي دا د ایالت په سطح ډیټا وګوري، چې پدې کې شامل دي:
- د هغو خلکو شمیر چې د WA Notify څخه د دوی معلوماتو شریکولو سره موافق دي. دا موږ سره مرسته کوي پوه شو چې زموږ نمونه تر کومه حده استازیتوب کوي.
- د WA Notify کاروونکو لخوا ترلاسه شوي د افشا کولو خبرتیاو شمیر. دا موږ سره مرسته کوي چې د COVID-19 په خپریدو کې بدلون وګورو.
- د هغو خلکو شمیر چې د افشا کولو خبرتیا باندې کلیک کوي. دا موږ سره مرسته کوي چې معلومه کړو چې خلک څومره لیواله دي چې د عامې روغتیا سپارښتنې په پام کې ونیسي.
- د هغو خلکو شمیر چې د هغه چا سره نږدې وو چې د COVID-19 لپاره مثبته معاینه لري، مګر دومره نږدې یا دومره اوږد نه وه چې د افشا کیدو څخه خبر شي. دا موږ سره مرسته کوي چې په پام کې ونیسو چې ایا الګوریتم چې په WA Notify کې افشا کولو ټاکي باید تنظیم شي.
-
کله چې زه په خپل Iphone کې WA Notify فعال کړم، ایا زه باید د " شته خبرتیاوې" فعال یا بند کړم؟
-
بند ښه دی. که څه هم دا سپارښتنه کیږي چې تاسو دا فعال کړئ که تاسو د پام وړ وخت لپاره د واشنګټن ایالت څخه بهر سفر کوئ. کله چې Availability Alerts (د موجودیت خبرتیاوې) چالان وي، تاسې خبرتیا ترلاسه کولی شئ کله چې تاسې یوه بل موقعیت ته سفر وکړئ چې د WA Notify په څیر د مخ کیدو خبرتیا وسیله وړاندې کوي. که تاسې آی فون لرئ، تاسې کولی شئ څو سیمې وراضافه کړئ مګر په یوه وخت کې یوازې یوه سیمه فعالولی شئ. تاسو اړتیا نلرئ د نوي فعالولو لپاره خپل ېو موفېعت لرې کړئ. که تاسې انډرایډ تلیفون لرئ، تاسې کولی شئ د څو ایالتونو څخه د WA Notify په څیر د مخ کیدو خبرتیا ایپ نصب کولی شئ، مګرپه یوه وخت کې یوازې یو ایپ چې د WA Notify سره سازګار ټکنالوژي کاروي فعال کیدی شي.
-
ایا زه باېد د WA Notify کارولو کې ګډون وکړم؟
-
هو. د WA Notify خبرتیا کارول وړیا او رضاکار دي. تاسو کولی شئ په هر وخت کې په کې ګډون ختم کړئ. د دې کولو لپاره، په آی فون کې فقط بڼه یا فیچر بند کړئ یا د انډرایډ تلیفون څخه ایپ حذف کړئ. کله چې تاسې ووځئ، ټول ناڅاپي کوډونه چې تلیفون د نورو نږدې کاروونکو څخه زیرمه کړي هغه حذف کیږي او بیرته نه ترلاسه کیږي.
-
ایا WA Notify د اړیکو د تعقیب ایپ دی؟
-
نه. WA Notify د هغه خلکو په اړه معلومات نه تعقیبوي چې تاسې ورته نږدې وئ، نو دا د "اړیکې تعقیبول" نه کوي. د اړیکو تعقیب هر هغه څوک په ګوته کوي چې د COVID-19 لپاره مثبته معاینه لري او ممکن افشا شوي وي. دا وسیله شخصي معلومات نه راټولوي یا نه تبادله کوي، نو د هیڅ چا لپاره دا معلومول یا ورباندې پوهیدل ممکن ندي چې تاسې د چا سره په اړیکه کې وئ.
-
"افشا" څه شی دی؟
-
له خطر سره مخ کېدل هغه مهال پیښیږي چې تاسې د WA Notify ترلاسه کوونکي یوه بل کاروونکي ته څیرمه وخت تیر کړی وي او وروسته یې د COVID-19 د آزمیښت پایله مثبته شوې وي. د دې لپاره چې له خطر مخامخ کېدل وپيژنو، د WA Notify د پیښو د پیژندلو لپاره له یوه الګوریتم څخه کار اخلي، چې کیدای په باالقوه توګه COVID-19 له هغه چا څخه ولیږدوي چې په خوندي فاصله کې وي یا دومره لنډ وي چې تاسو خبرداري ته اړتیا ونه لرئ. WA Notify به یوازې په هغه صورت کې تاسو ته له خطر سره د مخ کېدو خبرتیا واستوي، که چېرې ستاسو اړیکه له بل کارونکي سره په کافي اندازه نږدې او د کافي وخت لپاره وي، چې د DOH په باور په هغو شرایطو برابر دی چې په هغې کې په شدیده توګه د COVID-19 د لېږد خطر موجود وي. دا الګوریتم د عامې روغتیا د چارواکو لخوا تنظیم کیدی شي.
-
څه پیښیږي که چیرې WA Notify واشنګټن خبرتیا ماته ووایی چې زه ممکن افشا شوی یم؟
-
که چیرې WA Notify معلومه کړي چې تاسو ممکن افشا شوي یاست، ستاسو په تلیفون کې یو خبرتیا به تاسو یوې ویب پاڼې ته ېوسي او د دې په اړه معلومات به درکړي چې تاسو باید نور څه وکړئ. پدې کې شامل دي چې څنګه او چیرې معاینه وشي، د ځان او تاسو ته نږدې کسانو د خوندي ساتلو په اړه معلومات، او ستاسو پوښتنو ته د ځواب ویلو سرچینې شاملې دي. دا اړینه ده چې په ویب پاڼه کې لارښوونې په احتیاط سره ولولئ او تعقیب کړئ.
-
ایا خلک به پوه شي که زه د COVID-19 لپاره مثبته معاینه ولرم؟
-
نه. WA Notify ستاسو په اړه کوم معلومات له بل چا سره نه شریکوي. کله چې کوم څوک د ممکن مخ کیدو په اړه خبرتیا ترلاسه کړي، هغه یوازې همدومره پوهیږي چې کوم څوک چې دا ورسره پدې وروستیو کې نږدې و د COVID-19 ټیسټ مثبت شوی دی. هغه به پدې ونه پوهیږي چې دغه نفر څوک و یا مخ کیدل کوم ځای کې پیښ شوي دي.
-
ایا زه باید د WA Notify واشنګټن خبرتیا لپاره پیسې ورکړم؟
-
نه. WA Notify وړیا ده.
-
څرنګه به WA Notify د واشنګټن ایالت سره مرسته وکړي؟
-
د University of Washington لخوا مطالعه (یوازې انګلسي) کې موندل شوي دي هرڅومره چې ډیر خلک د مخ کیدو خبرتیا کاروي هغومره یې ګټه ډیره ده. پایلو ښودلې چې WA Notify د اټکل له مخې له 40 څخه تر 115 پورې ژوند ژغورلی او احتمال یې په لومړیو څلورو میاشتو کې د شاوخوا 5,500 COVID-19 قضیو مخه نیولې چې دا کارول کېده. د ډیټا ماډلونه څرګندوي چې حتی لږ شمیر خلک WA Notify کاروي به د COVID-19 انتانات او مړینه کم کړي، دا ثابتوي چې WA Notify د COVID-19 خپریدو مخنیوي لپاره عالی وسیله ده.
-
ایا WA Notify کار کوي که زه له ایالت څخه بهر سفر وکړم؟
-
هو. که چېرې تاسو یوه داسې ایالت ته سفر وکړئ چې د ورته Google/Apple ټیکنالوژۍ کاروونکی اپلېکېشن لري (یواې انګلیسي)، ستاسې ټلیفون به په دې ایالت کې د کاروونکو سره د ناڅاپي کوډونو تبادلې ته دوام ورکړي. ستاسې د ځیرک ټلیفون په تنظیماتو کې هیڅ ډول بدلون ته اړتیا نشته. که تاسو د یوې اوږدې مودې لپاره له واشنګټن څخه بهر ځئ، تاسو باید په خپل نوي ایالت کې د محلي ملاتړ او خبرتیاوو ترلاسه کولو لپاره په غوراویو بیاکتنه وکړئ.
-
د WA Notify څومره وخت نیسي ترڅو نورو کاروونکو ته خبر ورکړي؟
-
هغه کارونکي چې ممکن د بل کارونکي لخوا د COVID-19 سره مخ شوي وي د 24 ساعتونو دننه به یو خبرتیا ترلاسه کړي کله چې د COVID-مثبت کارونکي په WA Notify کې مرحلې تعقیب کړي ترڅو د WA Notify نورو کاروونکو ته په نامعلوم ډول خبرداری ورکړي.
-
ایا دا ممکنه ده چې د WA Notify خبرتیا څخه ډیری خبرتیاوې ترلاسه کړئ؟
-
کوم کارونکي چې مثبت ټیسټ کیږي دواړه پاپ اپ خبرتیا او لیکلی پیغام ترلاسه کوي. هغه کارونکي چې ښايي څو ځله افشا شوي وي د هر نوي افشا کیدو څخه به خبر شي.
-
زه څرنګه ووایم WA Notify ته که چېرې زه د COVID لپاره مثبت امعاینه ولرم؟
-
که تاسې مثبت ټیسټ شئ او د DOH یا ستاسې د ځایی عامه روغتیایی ادارې څخه کوم څوک تاسې سره اړیکه کې شي، هغه به له تاسې وپوښتي چې آیا WA Notify کاروئ. که تاسو یاست، دوی به تاسو ته د تایید لینک او/یا خبرتیا واستوي او تاسو سره به WA Notify ته د ننوتلو لپاره د مرحلو تعقیبولو کې مرسته وکړي. لنک یا خبرتیا ستاسې شخصي معلوماتو سره تړلي ندي. همدارنګه DOH هغه خلکو لخوا کارول کیدونکي تلیفون شمیرو ته لیکلی پيغام او/یا خبرتیا لیږي چې پدې وروستیو کې د COVID-19 لپاره مثبت ټیسټ شوي.
DOH په هیڅ توګه نه پوهیږي چې څوک به د WA Notify مخ کیدو خبرتیاوې ترلاسه کوي کله چې تاسې مرحلې تعقیبوئ. د افشا کولو خبرتیا کې به ستاسو په اړه هیڅ معلومات شامل نه وي. څومره زېات چې خلک په نامعلومه توګه خپلې پایلې په WA Notify کې تاییدوي، هومره ښه موږ کولی شو د COVID-19 خپریدو مخه ونیسو.
کله چې تاسې مثبت ټیسټ شئ او لاهم اړ یې په بې نومي ډول په WA Notify کې خپله پایله تایید کړئ، د ممکن مخ کیدو په اړه د WA Notify نورو کاروونکو په بې نومي ډول خبرولو لپاره د تایید کوډ غوښتنې په موخه مرحلو لپاره پدې پاڼه کې پورته د "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخې ته رجوع وکړئ.
-
ایا زما په تلیفون کې د WA Notify خبرتیا اضافه کولو وروسته کوم څه ته اړتیا شته؟
-
اضافي عمل یوازې اړتیا لري که چیری:
-
تاسو د COVID-19 لپاره مثبت معاینه لرئ، یا
-
تاسو یو خبرتیا ترلاسه کوئ چې تاسو ممکن افشا شوي یاست.
که ستاسې ټیسټ مثبت وي، او د DOH یا ستاسې د ځایی عامه روغتیا ادارې څخه کوم څوک تاسې سره اړیکه کې شي، هغه به له تاسې وپوښتي چې آیا WA Notify کاروئ. که تاسو یاست، دوی به تاسو ته د تایید لینک او/یا خبرتیا واستوي او تاسو سره به WA Notify ته د ننوتلو لپاره د مرحلو تعقیبولو کې مرسته وکړي. لینک یا خبرتیا ستاسو د شخصي معلوماتو سره تړاو نلري. DOH هیڅ لاره نلري چې پوه شي چې څوک به د ایپ لخوا د افشا کیدو په اړه خبر شي. د افشا کولو خبرتیا کې به ستاسو په اړه هیڅ معلومات شامل نه وي. څومره زېات چې خلک په نامعلومه توګه خپلې پایلې په WA Notify کې تاییدوي، هومره ښه موږ کولی شو د COVID-19 خپریدو مخه ونیسو.
که ستاسې ټیسټ مثبت وي او د تایید کوډ ته اړتیا لرئ، د ممکن مخ کیدو په اړه د WA Notify نورو کاروونکو په بې نومي ډول خبرولو لپاره د تایید کوډ غوښتنې په موخه مرحلو لپاره پدې پاڼه کې پورته د "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخې ته رجوع وکړئ.
-
-
ایا د واشنګټن خبرتیا کارول به زما د بیټرۍ چارج وخوري یا ډیری ډیټا به وکاروي؟
-
نه. دا د دې لپاره ډیزاین شوی چې د بلوتوټ ټیټه انرژي ټیکنالوژۍ په کارولو سره ستاسو په ډیټا او د بیټرۍ ژوند لږترلږه اغیزه وکړي.
- ولې داسې ښکاري چې WA Notify د بیټرۍ ډیر ژوند کاروي؟
-
په واقعیت کې، دا ممکن هیڅ ډیر نه کاروي. ستاسو په وسیله د بیټرۍ کارول ښیې چې هره ورځ کارول شوي بیټرۍ څومره سلنه WA Notify په څیر ایپسونه بیټری کارولی. ډیری ایپ او وسایل د شپې مهال فعالیت نه کوي. WA Notify هم د شپې فعالیت نه کوي، مګر دا په هرو څو ساعتونو کې د ناڅاپي کوډونو کتنه کوي د مثبت ټیسټ شوي کاروونکو سره د سمون لپاره ترڅو د ممکن مخ کیدو په اړه تاسې خبر کړی شي. نو، د بېلګې په توګه، که چیرې تاسو د خوب پرمهال کوم بل ایپس نه چلیږي، نو واشنګټن خبرتیا به د دې وخت په جریان کې د کارول شوي بیټرۍ لوړه سلنه وکاروي. دا پدې معني ندی چې WA Notify ډیره بیټري کاروي – فقط د بیټرۍ د کوچنۍ اندازې لوړه سلنه کارول کیږي.
-
ایا زه اړتیا لرم چې د کار کولو لپاره د WA Notify لپاره بلوتوټ فعال وساتم؟
-
هو. WA Notify د بلوتوټ ټیټه انرژي کاروي ، نو بلوتوټ باید تل د سیسټم لپاره فعال وي ترڅو نږدې نور کارونکي کشف کړي.
-
ایا زه اړتیا لرم چې د کار کولو لپاره زما په تلیفون کې WA Notify خلاص کړم؟
-
نه. WA Notify به په شالید کې کار وکړي.
-
ایا WA Notify په زړو سمارټ فونونو کې کار کوي؟
-
د Iphone کارونکي کولی شي WA Notify وکاروي که ستاسو عملیاتي سیسټم وي:
-
د iOS ورژن 13.7 یا وروسته (د آی فون 6s، 6s پلس، SE یا نوي لپاره)
-
د iOS نسخه 12.5 (د آی فون 6، 6 پلس، 5s لپاره)
د Android کارونکي کولی شي WA Notify وکاروي که ستاسو د Android سمارټ فون د بلوتوت ټیټه انرژي او د Android ورژن 6 (API 23) یا پورته ملاتړ کوي.
-
-
ایا زه باید د WA Notify کارولو لپاره 18 کلن ېم؟
-
نه. واشنګټن خبرتیا ستاسو عمر نه پیژني یا نه ګوري.
-
آیا دا ټیکنالوژي به کار وکړي که زه د یو چا سره تلیفون شریک کړم؟
-
WA Notify نشي ویلای چې څوک د احتمالي افشا کیدو په وخت کې تلیفون کاروي. که تاسو تلیفون شریک کړئ، هرڅوک چې تلیفون کاروي اړتیا لري د عامې روغتیا لارښوونې تعقیب کړي که چیرې WA Notify د COVID-19 احتمالي اړیکه په نښه کړي.
- ما یو خبرتیا او/یا یو متن ترلاسه کړ، مګر هغه کس چې معاینه شوی د کورنۍ یا د کورنۍ غړی و. زه باید څه وکړم؟
-
WA Notify کارونکي چې مثبته معاینه ولري باید مرحلې تعقیب کړي ترڅو نورو ته په نامعلومه توګه خبرداری ورکړي چې ممکن افشا شوي وي، نو تاسو باید کوم متنونه یا خبرتیاوې له پامه غورځوئ چې ستاسو لپاره نه وي.
که ستاسې د کورنۍ کوم غړی د WA Notify کارونکی وي، مثبت ټیسټ شوی وي، او لاهم اړ وي په WA Notify کې خپلې پایلې تایید کړي، کولی شي د دې پاڼې په "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخه کې ګامونه تعقیب کړي.
-
ایا WA Notify په وسیلو لکه آی پیډونه یا سمارټ ساعتونه کې کار کوي؟
-
نه. د مخ کیدو خبرتیا سیسټم په ځانګړي توګه د ځیرک تلیفونو لپاره ډیزاین شوی او په آی پاډ یا ټابلیټ کې نه کارول کیږي.
-
د واشنګټن ایالت د هغو خلکو لپاره چې سمارټ فونونه نه لري دې ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي چمتو کولو لپاره څه کوي؟
-
WA Notify یوازینۍ وسیله نه ده چې د COVID-19 خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي. د اړیکې تعقیب او نورې هڅې د واشنګټن هر اوسیدونکي ته ګټه رسوي، حتی که دوي سمارټ فون نه لري. واکسین د COVID-19 د خپریدو د مخنیوي ترټولو غوره لاره ده، او د ماسک اغوستل، فزیکي واټن، او د غونډو د اندازې محدودول نورې لارې دي چې هرڅوک کولی شي د COVID-19 د خپریدو مخه ونیسي.
د فدرالي حکومت لایف لاین برنامه د هغو کسانو لپاره چې وړتیا لري د میاشتني تلیفون بل کریډیټ ورکوي. ځینې برخه اخیستونکي د وایر لیس خدمت چمتو کونکي ممکن وړیا سمارټ فون هم درکړي. د پروګرام په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، څوک وړتیا لري، څنګه غوښتنه وکړي او د وایرلس چمتو کونکي څرنګه ګډون وکړي (یوازې په انګلیسي کې).
-
WA Notify په 30 څخه زیاتو ژبو کې خپور کړ، نو ولې زه دا یوازې په انګلیسي او هسپانوي کې د ګوګل پلی پلورنځي کې ګورم؟
-
WA Notify د کاروونکي تلیفون کې د ډیفالټ په توګه تنظیم شوې ژبې پربنسټ کار کوي. د WA Notify یوازې یوه نسخه شتون لري، مګر د بیلګې په توګه هر پاپ اپ ـ د مخ کیدو خبرتیا د 30 څخه ډیرو ژبو لپاره د کارونکي په ټاکلي یا ترجیحي ژبه کې څرګندیږي.
-
زه څومره وخت لرم چې خبرتیا ټایپ کړم یا د تایید لینک فعال کړم؟
-
تاسو د خبرتیا یا متن پیغام ترلاسه کولو وروسته 24 ساعته لرئ ترڅو په WA Notify کې نورو ته خبرتیا لپاره مرحلې تعقیب کړئ. که تاسې نشئ کولی خبرتیا کښیکاږئ یا په ټاکلي وخت کې د تایید لنک کلیک کړئ، تاسې کولی شئ د دې پاڼې په "څنګه نور خبر کړئ که ستاسې د COVID-19 لپاره ټیسټ د پخپله ټیسټ وسیله کې مثبت وي" برخه کې ګامونو په تعقیب کولو سره په WA Notify کې د تایید کوډ غوښتنه وکړئ. تاسې هغه مهال هم کولی شئ د تایید لنک غوښتنه وکړئ کله چې کوم څوک د DOH یا ستاسې د ځایی روغتیا ادارې څخه ستاسې د COVID-19 مثبت ټیسټ پایلو په اړه تاسې سره اړیکه نیسي.
-
ولې واشنګټن دا حل غوره کړ؟
-
واشنګټن د ایالت د څارنې ګروپ جوړ کړی دی، پشمول د امنیتي او ملکي آزادیو د ماهرینو او د څو ټولنو د غړو، چې د ګوګل/اپل د مخ کیدو خبرتیا سیسټم بیاکتنه وکړي. دې ګروپ د پلیټ فارم د ثابت شوي اعتبار، د ډیټا قوي محافظت او د نورو ایالتونو لخوا د کارولو پربنسټ د تنظیم او سمون سپارښتنه کړې ده.