زما مېندواري، زما ماشوم او زه
تاسو غواړئ یو روغ ماشوم ولرئ او خپل ځان هم روغ وساتئ. د خوړو او فعالیت توازن د مېندوارۍ پر مهال د شکر ناروغۍ په اداره کولو کې مرسته کوي. ستاسو د روغتیايي پاملرنې چمتو کوونکی او ثبت شوی تغذیه کوونکی به له تاسو سره مرسته وکړي چې کوم خواړه او فعالیتونه ستاسو لپاره مناسب دي.
د میندوارۍ شکر څه شی دی؟
د مېندوارۍ شکر د مېندوارۍ په جریان کې هغه مهال رامنځته کیږي کله چې ډېر ګلوکوز (د وینې شکر) د انرژي لپاره د کارولو پر ځای په وینه کې پاتې شي. انسولین زموږ د بدن له لوري جوړ شوی هورمون دی چې له موږ سره د انرژي لپاره د وینې شکر په کارولو کې مرسته کوي او د وینې کچه ثابته ساتي. د مېندوارۍ هورمونونه کولای شي د انسولین په فعالیت کې مداخله وکړي. په ځینو مواردو کې، بدن نه شي کولای چې کافي انسولین تولید کړي نو له کبله یې د وینې د شکر کچه لوړه شي. دې ناروغۍ ته د مېندوارۍ شکر ویل کیږي.
دغه ناروغي زما د مېندوارۍ لپاره څه معنا لري؟
کله چې ستاسو د وینې شکر د مېندوارۍ په جریان کې لوړ وي، اضافي شکر ستاسو ماشوم ته لېږدول کیږي.
- ستاسو ماشوم له اړونده شکر څخه اضافي کالوري انرژي ترلاسه کوي او د غوړو په توګه یې ذخیره کوي. له دي کبله کېدای ستاسو ماشوم د زېږون په وخت کې ډیر وزن ولري او زېږون ستونزمن کړي.
- ستاسو د ماشوم پانقراص له تاسو څخه د وینې د لوړ شکر د اداره کولو لپاره اضافي انسولین تولیدوي.
- له زیږون وروسته، لاهم ستاسو په ماشوم کې د انسولین تولید ادامه پیداکوي. په دې توګه دا ددې لامل کیږي چې ستاسو د ماشوم د وینې شکر ښکته راشي.
کله چې ستاسو د وینې شکر لوړ پاتې شي، په تاسو کې ښايي لاندې ستونزې رامنځته شي لکه:
- د وینی لوړ فشار (هایپرټېنشن)
- د مثانې ککړېدل (د تشو متیازو انتان)
- ستاسو ماشوم ښايي په دومره اندازه چاغ شي چې ښايي د C-جراحۍ (سیزارین جراحۍ) ته اړتیا ولرئ ترڅو په خوندي توګه زېږون وشي.
ستاسو د وینې د شکر معاینه کول او اداره کول به تاسو او ستاسو د ماشوم دواړو لپاره ګټور وي!
د مېندوارۍ شکر زما د ماشوم لپاره څه معنا لري؟
د مېندوارۍ پر مهال په توصیه شوې کچه ستاسو د وینې د شکر ساتل به ستاسو د ماشوم په ښه وده او ساتنه کې مرسته وکړي.
که ستاسو د وینې شکر لوړ پاتې شي، ستاسو ماشوم له لاندې خطرونو سره مخامخ کېدلی شي:
- د پوستکي او سترګو ژېړ رنګ درلودل (د پوستکي او سترګو د ژېړېدو ستونزه)
- د ستونزمن زیږون درلودل چې د ماشوم په اوږو کې ستونزې رامنځته کوي (brachial plexus).
- د وینې شکر ډېر ټیټېدل (هایپوګلیسیمیا) د درلودلو له کبله له زیږون وروسته د څو نورو ورځو لپاره په روغتون کې پاتې کیدو ته اړتیا درلودل.
- د تنفسي ستونزو درلودل (د تنفسي ستونزې سندروم).
- د شیدو ورکولو احتمالي ستونزې.
- د ژوندانه په وروستیو پړاوونو کې د 2 ډول شکر درلودل.
- مړ زېږېدل.
څرنګه کولای شم خپل ځان او خپل ماشوم ته اوس پاملرنه وکړم که چېرې زه د مېندوارۍ پر مهال شکر ولرم؟
ستاسو د روغتیايي پاملرنې چمتو کوونکی یا WIC کلینیک به له تاسو سره مرسته وکړي چې خپل د وینې شکر معاینه کړئ او په هغه کچه یې وساتئ چې ستاسو او ستاسو د ماشوم لپاره ښه وي.
- د دې په اړه زده کړئ چې خواړه ستاسو د وینې په شکر څه ډول اغېزه کوي.
- ستاسو د وینې د شکر په ثابت ساتلو کې د مرستې لپاره منظم خواړه او ناشتې ولرئ.
- د میندوارۍ پر مهال د شکر ناروغۍ د کنټرول لپاره د عادتونو په اړه د راجستر شوي غذايي متخصص او/یا تصدیق شوي د شکر ناروغۍ پاملرنې او تعلیم متخصص سره خبرې وکړئ.
- خپل د وینې د شکر معاینات په هغه ډول ترسره کړئ لکه څنګه چې ستاسو د روغتیايي پاملرنې د چمتو کوونکي له لوري درته سپارښتنه کیږي.
- د خپل روغتیايي پاملرنې له چمتو کوونکي څخه د هغو فعالیتونو په اړه پوښتنه وکړئ چې تاسو یې کولای شئ. فعالیت له تاسو سره د وینې د شکر په مصرفولو کې مرسته کوي.
- که چېرې د روغتیايي پاملرنې د چمتو کوونکي له لوري درته سپارښتنه کیږي نو انسولین وکاروئ.
- د مېندوارۍ په جریان کې د ټولو روغتیایي پاملرنو او WIC اړوند لیدنو ته ځانونه حاضر کړئ.
فعالیت ستاسو د وینې د شکر په کمولو کې مرسته کوي
دلته ځینې نظریې شته چې د نورو احتمالي والدینو لپاره هم صدق کوي:
- "زه تر یوه لنډ واټن پورې پلی تګ کوم او د بېرته راستنېدو پر مهال ډېر ښه احساس کوم."
- "له ډوډۍ خوړلو وروسته، زه یو څه سپک کششي حرکتونه ترسره کوم او کله ناکله د څو دقیقو لپاره په ځای کې ګرځم."
- "زه پکې موسیقي چالانوم او ورته نڅا کوم!"
- "زه مې خپل ماشومان پارک ته بیایم. دوی له زانګو ګانو سره مینه لري."
- "زه پوه شوم چې کله چې زه د کور شاوخوا ځایونه پاکوم یا له خوړو وروسته لږ سپک د کور کار کوم، دغه ډول فعالیت زما د وینې د شکر په کمولو کې مرسته وکړه. د جامو قاتول، د لوښو وینځل، د فرش پاکول، یا د شیانو لرې کول هم پکې بدلون رامنځته کولای شي."
زه باېد څه وخورم؟
په هرو څو ساعتونو کې صحي خواړه یا ناشته يي خواړه وخورئ. د خوړو او ناشتو سره پروټین یوځای کړئ. د خوب پر مهال داسس ناشته وخورئ چې دواړه پروټین او کاربوهایډریټ لرونکي خواړه پکې شامل وي.
بیلګې:
- یو نری پاستی په غوړیو کې له پخې هګۍ سره وخورئ
- ساده مستې چې شکر نه لري
هغه خواړه غوره کړئ چې ستاسو د وینې شکر ډېر نه لوړوي لکه پروټیني خواړه او غیر نشایسته یي سبزیجات. د پروټین خواړه همدارنګه له تاسو سره مرسته کوي تر څو د مړښت احساس وکړئ او ستاسو د ماشوم په وده کې هم مرسته کوي.
په پروټین لرونکو خوړو کې دغه خواړه شامل دي:
- هګۍ
- د چرګ یا فیلمرغ غوښه
- کم غوړ لرونکې غوښه
- پنېر
- کب
- ساده مستې چې شکر نه لري (کاربوهایدریت هم چمتو کوي)
- له شیدو جوړ شوي مکعب ډوله خواړه
- میده شوي ممپلي/ چارمغز/ زړي
- لوبیا (کاربوهایدریت هم چمتو کوي)
د خوړو نظریات:
- جوش شوې هګۍ
- مستې - لږ شکر لرونکې یا ساده یې وخورئ
- پاڼې لرونکي سيلري له میده شویو ممپلیو سره
- هوموس خواړه یا میده مومپلي له سبزیجاتو سره
- وچې مېوې
- تار پنیر
غیر نشایسته یي سبزیجات څه شی دي؟
غیر نشایسته یي سبزیجات د وینې شکر ډېر نه لوړوي. او همدارنګه له غذايي موادو څخه غني دي! غیر نشایسته یي سبزیجات له هغو ویټامینونو او منرالونو څخه ډک دي چې ستاسو بدن ورته اړتیا لري او فایبر هم لري، کوم چې له تاسو سره د بشپړ احساس په کولو کې مرسته کوي، او همدارنګه درسره د قبضیت په مخنیوي کې مرسته کوي. هڅه وکړئ سبزیجات په خپلو خوړو او ناشتو کې اضافه کړئ. سبزیجات پاخه کړئ او د لږې چکنۍ یا پنیر سره یې، په سوپونو یا سلادونو کې تیار کړئ.
بیلګې:
- شنه:
- کاهو (د سلاد پاڼي)
- پالک/ساګ
- کولارډ شنه (د ګوبی پاڼې)
- چارډ
- کېل
- بوک چای،
- بروکلي
- ګلپي
- واړه ګلپي
- بند ګلپي
- ګازرې
- سيلري
- بادرنګ
- مرغیړي
- بېنډۍ
- مرچک
- رومي بانجان
- ترۍ
د کاربوهایدرېتو په اړه څه نظر لرئ؟
کاربوهایدرېت مهم غذايي مواد چمتو کوي او موږ ته انرژي راکوي. تاسو او ستاسو ماشوم د مېندوارۍ پر مهال له کاربوهایدرېتو څخه انرژۍ ته اړتیا لري. په هر حال، ډېر لوړ کاربوهایدرېت لرونکي خواړه کولای شي ستاسو د وینې شکر خورا لوړ کړي.
کله چې تاسو لاندې لوړ کاربوهایدرېت لرونکي خواړه خورئ نو په کمه اندازه یې وخورئ:
- نشایسته لرونکي سبزیجات
- جوار
- شنه پیلي
- کچالو
- د ژمي نري غاړې كډو
- لوبیا (لکه: سپینه، توره، نخود ډوله)
- میوه
- شیدې
- غلې دانې*
- ډوډۍ
- نوډل
- وریجې
- پاستي
* د امکان په صورت کې بشپړ غنم انتخاب کړئ. په بشپړو غلو دانو کې زیات غذايي مواد او فایبر شامل دي.
له کومو خوړو سره باید احتیاط وکړم؟
هغه خواړه چې بوره پکې اضافه شوي وي کولی شي ژر تر ژره ستاسو د وینې شکر لوړ کړي. هڅه وکړئ د امېندوارۍ پرمهال د خوږو او بوره لرونکو خوړو څخه ډډه وکړئ. که بیا یې هم خورئ، مقدار یې کم وساتئ:
- د کم مقدار غوره کول
- خواږه شیان د ډوډۍ او ناشتې پر مهال وخورئ
له دا ډول خواږه لرونکو خوړو څخه ډډه وکړئ لکه:
- ډېر زیات ګازي مشروبات
- شات
- کېکونه
- کلچې یا بسکېټ
- خواږه
- د مېوو جوس او د مېوو مشروبات
- بوره لرونکي مشروبات لکه Kool-Aidاو لیمونېډ
- د خوږې قهوې څښاکونه
- مرباوې
- د مېوو کېکونه
د خوړو د خوندیتوب اړوند یادونې
- هر ډول غوښه، چرګ، فیلمرغ، کب، او هګۍ په سمه توګه پخې کړئ.
- د ډیلي غوښې، کباب، او تیکه لرونکې سړه غوښه تر بخارۍ پورې ګرمه کړئ.
- نرم پنیر مه خورئ (لکه: فیټا، نیلي، بری، کوسو بلانکو، کویسو فریسکو.)
که تاسو کب وخورئ، د نورو معلوماتو لپاره لهWIC یا خپل د روغتیايي پاملرنې له چمتو کوونکي څخه پوښتنه وکړئ. د میندوارۍ پرمهال په خوندي ډول د کب خوړلو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ. (یوازې په انګلیسي کې).
Diabetes Plate Method څه شی ده؟
ځینې خلک د خوړو د پلان کولو او د خوړو د اختیارونو د توازن لپاره د شکر د ناروغۍ د ساده میتود (Diabetes Plate Method) کارول خوښوي. د بشقاب د طریقې د تعقیبولو لپاره، خپل نیم بشقاب په غیر نشایسته یي سبزیجاتو، څلورمه برخه په پروټینو او یو پر څلورمه برخه په کاربوهایدرېت لرونکو خوړو لکه بشپړو غلو دانو، نشایسته سبزيجاتو، یا مېوه ډک کړئ.
د شکر ناروغۍ د پلیټ میتود په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ <}(په انګلیسي او هسپانوي ژبو کې شتون لري).
له زیږون وروسته څه پېښیږي؟
د ګڼ شمېر خلکو لپاره، د وینې د شکر کچه د دوی د زیږون وروسته د شکر ناروغۍ د نه درلودو کچې ته بېرته راګرځي. په هرحال، هغه کسان چې د مېندوارۍ شکر لري دوی د ژوند په اوږدو کې د 2 یم ډول شکر د ډېرېدو له خطر سره مخ دي. که چېرې تاسو د مېندوارۍ اړوند شکر ناروغي درلودلي وي دا مهمه ده چې د شکر ناروغۍ لپاره معاینه وکړئ:
- له زیږون څخه شپږ اوونۍ وروسته د شکر ناروغۍ معاینه وکړئ.
- هر کال د شکر ناروغۍ لپاره بیا معاینه وکړئ.
د خپل روغتیايي پاملرنې چمتو کوونکي یا کلینیک څخه هغه مهال د معایناتو غوښتنه وکړئ که چېرې درته معاینات نه وړاندې کیږي.
آیا زه کولی شم خپل ماشوم ته شیدې ورکړم یا د خپلې سینې شیدې ورکړم؟
هو! د مور شیدې د ماشومانو لپاره د تغذیې تر ټولو غوره سرچینه ده. څومره چې ستاسو ماشوم وده کوي، ستاسو شیدې ستاسو د ماشوم د تغذیې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په هماغه کچه ورسره بدلیږي. د مور یا سینې شیدې اخېستونکي ماشومان د غوږونو د انتاناتو او د معدې په ناروغیو باندې د اخته کېدو لږ احتمال لري. همدارنګه د مور په شیدو تغذیه شوي ماشومان د شکر ناروغۍ په ګډون د ځینو ناروغیو له کم خطر سره مخ وي.
ستاسو لپاره یې هم ګټې شتون ولري! ځینې سرطانونه، د 2 یم ډول شکر، او د وینې لوړ فشار په هغو خلکو کې یوه اندازه کم لیدل کیږي چې خپلې د سینې شیدې ماشوم ته ورکوي.
د میندوارۍ د شکر ناروغۍ په اړه پوښتنې
څرنګه کولی شم د 2 یم ډول شکر په مخنیوي یا ځنډولو کې مرسته وکړم؟
- تغذیوي خواړه وخورئ. د بېلګې په توګه دغه خواړه زیات کاروئ: بشپړې غلې دانې، سبزیجات، مېوه، نرۍ غوښه، کم غوړ لرونکي لبنیات، وچې مېوې، زړي او لوبیا.
- د اوبو څښل خپل عادت وګرځوئ.
- د اږونۍ په زیاترو ورځو په فزیکي توګه فعال اوسئ.
- هر کال د شکر ناروغۍ معاینات ترسره کړئ.
څرنګه کولی شم د ودې په اوږدو کې خپل ماشوم روغ رمټ وساتم؟
- تر هغه وخته پورې خپل ماشوم ته د خپلې سینې شیدې ورکړئ ترڅو چې ستاسو دواړو لپاره مناسبې وي.
- کله چې ماشوم د 6 میاشتو په شاوخوا کې شي یوه اندازه کلک خواړه هم ورکوئ.
- خپله هم فعال اوسئ او خپل ماشوم ته وښاياست چې څنګه باید فعال اوسي.
- له کورنۍ سره یو ځای ډوډۍ وخورئ.
- د روغتیايي پاملرنې اړوند ټولو لیدنو ته حاضر شئ، که چېرې د مېندوارۍ شکر لرئ نو په اړه یې چمتو کوونکي ته ووایاست.
- په WIC کې خپل ګډون ته دوام ورکړئ.
زه د مېندوارۍ د شکر ناروغۍ د اداره کولو لپاره څه کولی شم:
- هره ورځ فعال اوسئ.
- هره ورځ کافي خوب او استراحت وکړئ.
- اوبه یا نور بې بورې لرونکي مایعات لکه د بوټو چای وڅښئ.
- هر څو ساعته وروسته خوراک وکړئ.
- بشپړې غلې دانې، غیر نشایسته لرونکي سبزیجات، مېوه، نرۍ غوښه، کم غوړ لرونکي لبنیات، وچې مېوې، زړي او لوبیا وخورئ.
- له خوړو او ناشتو سره پروټین یوځای کړئ.
- خپل د وینې د شکر کچه په مکرر ډول وګورئ.
- خپل د زیږون مخکې لیدنو ته حاضر شئ.
- که په دې اړه پوښتنې لرئ نو د خپل روغتیايي پاملرنې له چمتو کوونکي یا WIC څخه یې پوښتلی شئ.
د میندوارۍ د شکر ناروغۍ په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ
- American Diabetes Association (د امریکا د شکر ناروغۍ ټولنه) (په انګلیسي او هسپانوي ژبو شتون لري)
- Centers for Disease Control and Prevention (CDC، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونه) (په انګلیسي او هسپانوي ژبو شتون لري)
- National Institute of Diabetes and Digestive and Kidney Diseases (د شکرې او هاضمې او پښتورګو د ناروغیو ملي انسټیټیوټ) (یوازې په انګلیسي کې)
- American College of Obstetricians & Gynecologists (د میندوارۍ او نسایي ناروغیو امریکایی کالج) (یوازې په انګلیسي ژبه)