تازه وخورئ! ځایی وپیرئ! د بزګرانو ملاتړ وکړئ!
خپل د بزګرانو بازار مرستې وکاروئ
- د خپل کیو آر (QR) کوډ سره، د کروندګرو د بازار ګټې په مجاز بزګرانو بازارونو او کروندې پلورنځیو کې وکاروئ.
- خپل QRکوډ په اپلېکېشن یا خپل SFMNPکارت یا WIC کې ومومئ.
- ستاسې مرستې سره هیڅ تبادله یا ټوکنونه نه درکول کیږي.
- کښت کوونکی به QRکوډ سکن او د پېرود اندازه دننه کړي.
- اندازه تایید کړئ او پین کوډ دننه کړئ.
- د QRکوډ لرونکي کارت د ورکیدو یا غلا کیدو په اړه هغه ادارې ته راپور ورکړئ کومې چې تاسې ته مرستې درکړي دي.
- تاسې باید خپلې مرستې د جون1 او اکتوبر 31 ترمینځ وکاروئ.
تاسو د د بزګرانو بازار ګټو سره د څه پیرود کولی شئ؟
په واشنګټن او د ایډاهو او اوریګون په سرحدي ولسوالیو کې د کرل شویو بزګرانو د بازار ګټو سره ځایي، تازه او غیر پروسس شوي میوې، سبزیانې او پرې شوي بوټي واخلئ.
په هغه توکي چې تاسو یې د خپلو بزګرانو د بازار ګټو سره اخیستلی شئ پدې کې شامل دي مګر محدود ندي:
سبزیجات: منګوروله، چوغندر، ګوپی (د كرم ګل) د بروسل تیغونه، گازرې، ګلپي، كرم (سابه،) گندنې، كاهو، پیاز، الوګان، کدوان، پالک، د ژمي نري غاړې كډو، خواږه كچالان، نری کدو
میوې: مڼې، بلوبیري، ګیلاس، شلیل (یو ډول شفتالان،) شفتالان، ناک، راسبیری (یو ډول سټرابیری،) ځمکني توتان
بوټي: کشمالي، سیلانټرو، دڼیا، روزمري
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: یوازې د Senior FMNP برخه اخیستونکي شات اخیستلی شي.
د وړ محصولاتو بشپړ لیست لپاره، مهرباني وکړئ وګورئ: WIC Farmers Market Nutrition Program for WIC Participants.
په بازار کې هغه کروندګر ومومئ چې دا نښې څرګندوي!
د بزګرانو بازار د موسم مهال ویش
پسرلی
- دSenior FMNP برخه اخیستونکي د بزګرانو د بازار ګټو ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کوي.
- سیمه ییزې اژانسۍ د Senior FMNPکارتونو ویش پیل کوي.
جون 1
- د بزګرانو بازار موسم پیل کیږي.
- د بزګرانو بازار ګټو مصرفولو لپاره لومړۍ ورځ.
سپټمبر 30
- د بزګرانو د بازار ګټو ترلاسه کولو وروستۍ ورځ د شتون پورې اړه لري.
اکتوبر 31
- د بزګرانو بازار ګټو مصرفولو لپاره وروستۍ ورځ.
یادونه: د WICګډون کوونکي/برخه اخیستونكي کولای شي د خپلو میاشتنیو میوو او سبزیجاتو ګټې د بزګرانو په خلاصو مارکیټونو او د کروندې په پلورنځیو کې وکاروي.
خپلې میوې او سبزیانې څنګه خوندي کړئ
- ډیری سبزیانې خپل یخچال کې خوندي کړئ!
- تازه محصولات لکه شنو پاڼو سبزیانې او بیرې په کریسپر کې د مینځلو پرته کیږدئ.
- ټول محصولات فقط د خوړلو څخه مخکې ومینځئ. شنې سبزیانې هم په یخو اوبو کې مینځلی شئ البته اوبه یې څو ځله بدل کړئ.
- د پیازو او کچالو په څیر سبزیانې په یخ، تیاره المارۍ یا خونه کې کیږدظ. په یخچال کې یې مه ږدئ! پیاز او کچالو یوځای مه خوندي کوئ.
- ټماټر او خام میوې د خونې تودوخه کې کیږدئ، عمومآ په کاونټر یا میز باندې.
د اوږدې مودې ساتلو لپاره یې کنګل کړئ یا په لوخي کې یې بند کړئ خوړو او سپکو خوړو ته د سبزیانو او میوو وراضافه کولو لپاره لارښوونې
- سبزیانو ته لاسرسی اسانه کړئ. خام پرې کړي سبزیانې لکه ګازرې، براکولي، مټر، یا ګلپي مخامخ وساتئ.
- د خوړو پرمهال د خام پرې کړي سبزیانو یا میوو لوخی د خوړو میز ته راوړئ.
- بیرې او شفتالو حبوبات او ماست ډیر خوندور او په زړه پوري کوي!
- د غرمې خوړو مهال خپلو خوړو ته سلاد وراضافه کړئ!
- د میوې کاسه وساتئ. کوم یوه لوخي ته تازه میوې وراضافه کړئ. دا بهر ښکاره خپل کاونټر کې وساتئ!
- د شپې مهال خپل سلاد جوړ کړئ! پرې کړې سبزیانې، پوخ چرګ یا لوبیا، رجولی پنیر او کوم نوي څه لکه پرې کړې مڼې وراضافه کړئ.
- په تنور کې د ګړندي او خوندور خوراک لپاره تقریبا هر ډول سبزیانې پخه کړئ. هر ډول خواړو ته د خوندور اضافه کولو لپاره یوازې سبزیانې د غوړو څاڅکو او یو څه مسالو سره ګډ کړئ.
- د اوړي میوې ټولې په یوه وخت کې پخیږي؟ ورڅخه نرمه لیټۍ جوړه کړئ، یا یې پرې کړئ او په لږو اوبو کې یې پوخ کړئ او د پان کیکونو په سر یې وکاروئ یا ورڅخه مربا جوړه کړئ! خپل د خوړو جوړولو ترکیب غوره ویب سایټ کې د مربا جوړولو ساده ترکیبونه وګورئ.
د ډیرو میوو او سبزیانو د خوړلو لپاره په زړه پوري دلایل
هاغه سالمه ځلا ترلاسه کړئ! کله چې تاسې ډیرې سبزیانې خورئ ستاسې پوټکي ته ګټه رسیږي.
ستاسې ماشومان ستاسې په لاره ځي! کله چې تاسې میوې او سبزیانې خورئ، هغوی یې، هم خوري.
خپله روغتیا په ټولو عمرونو کې ښه کړئ! پیاوړي غذایی مواد په هغه محصولاتو کې موندل کیږي کوم چې تاسې سره مرسته کوي ستاسې انرژي ډیره شي او تاسې خپل وزن مدیریت کړئ. فایبر د ښې هاضمې په برخه کې مرسته کوي
دSENIOR FMNP او دWIC FMNP په اړه
WIC Farmers Market Nutrition Program د (FMNP، د WIC د بزګرانو بازار تغذیوي پروګرام) د Special Supplemental Nutrition Program for lower income Women, Infants, and Children (WIC، د ټیټ عاید د ښځو، کوچنیانو او ماشومانو لپاره د ځانګړي تغذیوي پروګرام) برخه دی. WIC Program سالم خواړه، د تغذیه اړوند تعلیم، د تي/ سینې د تغذیې ملاتړ وړاندې کوي، او روغتیا او ځایی خدمتونو ته رجعتونه برابروي.
Senior Farmers Market Nutrition Program (SFMNP، د مشرانو بزګرانو د بازار تغذیوي پروګرام) Department of Social and Health Services (DSHS، د د ټولنیزو او روغتیایی خدمتونو څانګه) زړښت او دLong-Term Support Administration (ALTSA، اوږدمهاله ملاتړ ادارې) برخه ده.دSenior Nutrition Program د 60 کلونو څخه د ډیر عمر کم عاید لرونکي لویانو لپاره په ګروپي جوړښتونو کې وړاندې کیدونکي تغذیوي خوړو او کور ته عرضه کیدونکي خوړو سره تغذیه ښه کوي.
د اړیکې معلومات
WIC FMNP
- د WIC FMNP ویب پاڼه:
- ټلیفون: 1-800-841-1410 کېګاږئ/فشار کړئ0
- رېښنالیک: FMNPteam@doh.wa.gov
- د FMNPپه اړه شکایت لرئ؟ د شکایت فورمې په کارولو سره بریښنالیک، ایمیل، یا فکس وکړئ چې دلته موندل کیږي.
Senior FMNP
- د Senior FMNP ویب پاڼه
- ټلیفون: 1-800-422-3263