په عاجله توګه د ماشوم د پوډري شيدو بيرته ټولونه

Mead Johnson Nutrition په 12.6 او 19.8 اونسه قطيو کې د Nutramigen Powder وړوکي ماشومانو د پوډري شيدو د بيرته ټولونې امر خپور کړی. د Mead Jonson نور هيڅ محصولات نه اغیزمن کيږي.

لغوه شوې پودري شيدې عبارت دي له:

  • د ډلې شمیرې:
    • ZL3FHG  (12.6 اونسه قطۍ)
    • ZL3FMH ( 12.6اونسه قطۍ)
    • ZL3FPE (12.6 اونسه قطۍ)
    • ZL3FQD  ( 12.6اونسه قطۍ)
    • ZL3FRW (19.8 اونسه قطۍ)
    • ZL3FXJ  ( 12.6اونسه قطۍ)
  • د UPC کوډ:
    • 300871239418
    • 300871239456
  • د پای نېټه: 1 Jan 2025

د پوډري شيدو د قطۍ شمیرې چیک کړئ:

  • د لغوې په صورت کې، خپل ماشوم له دې پوډري شيدو څخه مه تغذیه کوئ.
  • لغوه شوي ټولې قطۍ په «مه یې کاروئ Do Not Use))» په نښه کړئ.
  • د پوډري شيدو تبادلې لپاره لغوه شوي قطۍ ونیسئ.

د لغوه شوو پوډري شيدو بدلولو څرنګوالی:

پلورنځي ته د پوډري شيدو بیرته ستنولو هڅه وکړئ:

  • هر پلورنځي په هغه څه کې توپیر لري چې دوی یې وړاندیز کولی شي.
  • ځینې پلورنځي ممکن لغوه شوي پوډري شيدې بیرته واخلي او د تبادلې، کریډیټ ورکولو، یا د پیسو بیرته ورکولو وړاندیز وکړي. که چيرې دا یو اختیار وي، تاسو کولی شئ د هرو پوډري شيدو ترلاسه کولو لپاره دا کریډیټ یا پيسې بيرته ورکول وکاروئ.
  • که چیرې پلورنځي پوډري شيدې نه بدلوي لاندې 2 شمیره وګورئ.

خپل WIC کلینیک ته زنګ ووهئ:

  • وګورئ چې د WIC کومې پوډري شيدې ستاسو په پلورنځیو کې شتون لري؛
  • د اړتیا په صورت کې د پوډري شيدو ګټو بدلون لپاره کلینیک ته زنګ ووهئ؛
  • که تاسو نشئ کولی خپل کلینیک ته ورشئ، ايالتي دفتر ته په 1-800-841-1410 شمېره باندې
    د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو پورې زنګ ووهئ.

د Mead Johnson سره په 866-534-9986 باندې یا په consumer.relations@rb.com بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ او دوی به باوري کولو کې مرسته وکړي چې ايا دا محصول اغیزمن شوی وو که نه. که تاسو کومه اندیښنه لرئ، د خپل روغتیايي پاملرنې وړاندې کونکي سره اړیکه ونیسئ.