COVID-19

This page is being reviewed for updates. The Washington State Department of Health has updated its guidance for what to do if you are sick with COVID-19 or were exposed to COVID-19. This page may have content that is inconsistent with the new guidance.

زموږ د COVID-19 معلوماتو تلیفون خط:

د COVID-19 په اړه پوښتنو لپاره، 1-800-525-0127 ته زنګ ووهئ او # کېکاږئ. کله چې دوي تلیفون پورته کړي، خپله ژبه وټاکئ ترڅو د ژباړې خدمتونو ته لاسرسی ولرئ. د تلیفون خط دوشنبې د سهار له 6 بجو څخه د شپې تر 10 بجو پورې شتون لري، او د سشنبې څخه تر یکشنبې (او د رخصتۍ ته په کتو) د سهار له 6 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې شتون لري.

ایا تر کوره محدود ېاست او واکسین ته اړتیا لرئ؟

د راجستر کولو لپاره 3 لارې شتون لري.

پام وکړئ، WA - د COVID-19 پر مهال غوره او خوندي ژوند کول

اوس موږ پوهیږو چې COVID-19 دلته دی څو د وړاندوینې وړ راتلونکي لپاره پاتې شي. اړینه ده پوه شو چې څه ډول خپل ژوند روان وساتو او په همدې حال کې د امکان تر کچې پورې خپل ځان، عزیزان او ټولنه خوندي وساتو. څه ډول دا کار ترسره کولی شو؟ د ټولو هغو وسایلو یا لارو چارو په کارولو سره چې تر اوسه مو زده کړي دي: د واکسین ترلاسه کول او بدن تقویه کول، د ناروغۍ یا د خطر سره د مخ کیدو په صورت کې د آزمیښت ترسره کول، په ګڼې ګونې کې د ماسک اغوستل او د واټن په نظر کې نیول.

څه ډول چې موږ په خپله ټولنه کې د COVID-19 سره یو ځای د ژوند نوي پړاو ته داخلیږو، دلته هغه څه ذکر شوي چې تاسو اړ یاست پرې پوه شئ.

اقدام وکړئ، پاملرنه وکړئ

Decorative

واکسین ترلاسه کړئ او بدن مو تقویه کړئ

د COVID-19 واکسینونه او تقویه کوونکي په ویروس باندې د اخته کیدو او شدیدو ناروغیو پر وړاندې لومړۍ درجه دفاع کوونکي دي.

نور زده کړئ.

Decorative

د ټسټ ترسره کولو وخت وپیژنئ

که چې تاسو د ناروغۍ احساس کوئ، په یوه غونډه کې ګډون کوئ او یا په COVID-19 د مبتلا کېدو له خطر سره مخامخ کیږئ، نو د آزمیښت په ترسره کولو سره د COVID-19 دخپریدو خطر کم کړئ.

نور زده کړئ.

Decorative

یو ماسک واغوندئ

ثابته شوې ده چې د ماسک اغوستل د COVID-19 د خپریدو د چټکتیا کموي او اوس هم په یو شمیر ځایونو کې اړین ګڼل کیږي.

نور زده کړئ.

 

که تاسو اوس COVID-19 لرئ

تر ټولو وروستۍ لارښوونې وګورئ

په کور کې پاتې شئ او له نورو څخه لرې اوسئ او د ګوښي توب وروستۍ لارښوونې مراعات کړئ.

نور زده کړئ.

درملنه ترلاسه کړئ

د خپلې درملنې د غوراویو د موندلو لپاره د خپلو روغتیایي خدمتونو له چمتو کوونکي سره اړیکه ونیسئ.

نور زده کړئ.

د روغیدو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

له COVID-19 څخه د رغیدو پر مهال د خوړو او درملو لیږد، د ماشوم پاملرنه او نور خدمتونه ترلاسه کړئ.

نور زده کړئ.

اوږدمهاله COVID

په COVID-19 باندې اخته کسان داسې نښې نښانې درلودی شي چې له اخته کیدو وروسته له اونیو څخه تر کلونو پورې دوام کوي. د COVID-19 د غفونت د مخنیوي په وسیله له اوږدمهاله COVID څخه مخنیوی وکړئ.

نور زده کړئ.

اضافي معلومات

د COVID-19 نښې نښانې، عوارض او مخنیوی

د COVID-19 اصلي نښې نښانې په لاندې ډول دي:

  • ټوخی، ساه لنډي یا په سختۍ سره ساه اخیستل، تبه، لړزه، د عضلو درد، د ستوني درد، په تازه ګۍ سره د خوند یا بوی د حس له لاسه ور کول. په نورو لږ عامو نښو نښانو کې د زړه بد والی، کانګې او یا اسهال شامل دي.
  • که تاسو د COVID-19 لاندې د خبراوي بیړنۍ نښې نښانې ولیدلې نو له 911 شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
    • په سختۍ سره ساه اخیستل
    • د سینې دوامداره درد یا فشار
    • ناڅاپي ګیچي
    • د ویښیدلو یا ویښ پاتې کیدلو توان نه درلودل
    • د پوستکي رنګ ته په پام سره د پوستکي، شنډو او یا نوکانو تښی، خړ او شین رنګ
  • کومې ډلې په خطر کې دي؟
    • لوړ عمر لرونکي، د مزمنو روغتیایي ستونزو درلودونکي کسان او میندواره میرمنې کیدای شي د COVID-19 له امله په شدید ډول د ناروغ کیدو له خطر سره مخ وي.

څه ډول خپل ځان او کورنۍ خوندي ساتلی شم؟

  • هر کله چې په شرایطو برابر شوئ نو واکسین او تقویه کوونکي ترلاسه کړئ.
  • که ناروغ یاست په کور پاتې شئ.
  • کله چې بهر د ګڼې ګونې عامو ځایونو ته ځئ، ماسک واغوندئ او له نورو څخه شپږ فوټه (دوه متره) واټن په نظر کې ونیسئ.
  • له ګڼې ګوڼې او خرابې تهویې لرونکو ځایونو څخه ډډه وکړئ.
  • په منظم ډول لاسونه ومینځئ او یا د میکروب ضد مایع څخه کار واخلئ.
  • د ټوخي او پرنجي پر مهال خولې ته خپله څنګل یا کاغذي دستمال ونیسئ.
  • خپل مخ، خوله، پزه او یا سترګې مه لمس کوئ.
  • په کور کې غولي پاک کړئ.
  • که د COVID-19 نښې نښانې لرئ، نو د خپلو روغتیايي خدمتونو چمتو کوونکي ته مراجعه وکړئ.
پلورنځیو او عامه ځایونو کې په خوورا خوندي توګه وګرځئ

بهر ته تر وتلو مخکې او وروسته او کله چې له کور څخه لرې یاست، ګڼ شمیر شیان شته دي چې تاسو یې باید د خپل ځان او نورو د خوندي ساتلو لپاره په پام کې ونیسئ.

تر تګ مخکې:

  • که تاسو ناروغ یاست، د امکان تر کچې پلورنځي او یا نورو عامه ځایونو ته مه ځئ. د کورنۍ له یوه غړي یا ملګري څخه وغواړئ چې توکي درته راوړي.
  • د خوراکي توکو، درملو او نور توکو پیرل په انلاین ډول په نظر کې ونیسئ څو د خپل کور په خوله کې یې ترلاسه کړئ.
  • د امکان په صورت کې د لږې ګڼې ګوڼې یا د شپې پر مهال پلورنځي ته تګ په نظر کې ونیسئ.
  • له کور څخه تر وتو مخکې خپل لاسونه و مينځي.

د کور دننه د ګڼې ګونې پر مهال لاندې موارد په پام کې ونیسئ:

  • ېو ماسک واغوندئ چې ستاسو پزه او خوله وپوښي.
  • د پیسو ورکولو د لیکې په ګډون د خپل ځان او نورو تر منځ لږ تر لږه شپږ فوټه (دوه متره) واټن په پام کې ونیسئ.
  • د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله خوله وپوښئ.
  • خپل مخ مه لمس کوئ.
  • که تاسو بهر د پیرلو لپاره تللي یاست د کڅوړې یا ټوکرۍ د ضد عفوني کولو لپاره د میکروب ضد مایع یا په میکروب ضد موادو باندې لړل شوو دستمالونو څخه کار واخلئ.

کور ته د بیرته را ستنیدو پر مهال:

  • رختي مخ پوښونکی ومینځئ او په خوندي ډول یې زېرمه کړئ. یو وار مصرفه ماسک لرې وغورځوئ.
  • خپل لاسونه و مينځي.
  • د خوړو خوندیتوب لارې چارې پلې کړئ. د خوړو محصولات مه ضد عفوني کوئ. میوې او سبزیجات د معمول په څیر ومینځئ.
مېندواري، ماشومان او COVID-19

هغه څه چې باید د میندوارۍ پر مهال پرې پوه شئ

  • میندواره یا په وروستیو کې میندواره شوې میرمنې د هغو میرمنو په پرتله چې میندواره نه دي د COVID-19 له امله په شدید ډول د ناروغ کیدو له خطر سره مخ دي.
  • هغه میرمنې چې د مینداوارۍ پر مهال په COVID-19 باندې اخته کیږي دوی له وخت وړاندې زیږون (له 37 اونیو وړاندې زیږون) او مړه ماشوم د زیږولو له خطر سره هم مخ دي او کیدای شي د مینداوارۍ د نورو اختلالاتو له زیاتیدونکي خطر سره مخ شي.
  • میندواره یا په وروستیو کې میندواره شوې میرمنې او هغه خلک چې له دوی سره په اړیکه کې دي، خپل ځان ته د COVID-19 د سرایت څخه د مخنیوي لپاره باید دا اقدامات په پام کې ونیسي:
    • واکسین او خپل تقویه کوونکی ډوز ترلاسه کړي.
    • ماسک واغوندي.
    • له نورو څخه شپږ فوټه واټن په نظر کې ونیسي او د ګڼې ګوڼې او خرابې هوا لرونکي ځایونو څخه ته لاړ نه شي.
    • نورو خلکو ته د ناروغۍ له لیږد څخه د مخنیوي لپاره ټسټ ترسره کړي.
    • خپل لاسونه په تکراري ډول ومینځي، د ټوخي او پرنجي پر مهال خولې ته خپله څنګل یا کاغذي دستمال ونیسي.
    • خپل کور په منظم ډول پاک او ضد عفونی(دوا پاشي) کړئ.
    • هره ورځ خپله روغتیا وڅارئ.
    • سمدلاسه دې خپل روغتیايي خدمتونو له چمتو کوونکي سره اړیکه ونیسي، که دوی د خپلې مینداوارۍ په اړه اندیښنې لري، ناروغ کیږي یا فکر کوي چې کیدای شي په COVID-19 اخته شوي وي.

میندواري او د COVID-19 واکسین

  • د COVID-19 پر وړاندې واکسین کول د هغو خلکو لپاره سپارښتل کیږي چې میندواره وي، ماشوم ته شیدې ور کوي، د میندواره کېدو هڅه کوي یا ښايي په راتلونکي کې میندواره شي.
  • د مینداوارۍ پر مهال د COVID-19 واکسینونو د خونديتوب او اغیزمن والي په اړه شواهد مخ پر زیاتیدو دي. معلومات په ګوته کوي چې د مینداوارۍ پر مهال د COVID-19 واکسین د ترلاسه کولو ګټې د امیندوارۍ د واکسینو د ممکن یا پیژندل شوو خطرونو په پرتله زیاتې دي.
  • میندواره میرمنې باید په شرایطو د برابریدو په صورت کې د COVID-19 تقویه کوونکی ډوز ترلاسه کړي.
  • د COVID-19 واکسینونه ان د میندواره میرمنو او د هغوی د ماشومانو په COVID-19 د اخته کیدو سبب نه کیږي.
  • اوس مهال د COVID-19 واکسینونو په ګډون د هیڅ ډول واکسینونو په اړه داسې شواهد شتون نه لري چې په ښځو یا نارینه وو کې د عقامت یا اولاد نه راوړلو سبب شوي وي.
  • آیا تاسو مینداوره یاست او د covid-19 واکسین په اړه زیاتې پوښتنې لرئ؟ د خپلو روغتیايي خدمتونو له چمتو کوونکي سره خبرې وکړئ او یا له MotherToBaby سره اړیکه ونیسئ چې د هغوی متخصصین د ټلیفون یا چټ له لارې ستاسو پوښتنو ته د ځواب ور کولو لپاره د لاسرسي وړ دي. دا یو وړیا او محرم خدمت دی چې له دوشنې څخه تر جمعې ورځې پورې، د سهار له 8 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې د لاسرسي وړ دی. MotherToBaby ته مراجعه وکړئ (یوازې په انګلیسي او هسپانوي) څو په ژوندۍ بڼه چت وکړئ او یا برښنالیک واستوئ یا له 6847-626-866-1 شمېرې سره اړیکه ونیسئ (یوازې په انګلیسي او هسپانوي).

که نوی زیږیدلی ماشوم COVID-19 ولري، دوی ته څه ډول پاملرنه وکړو

  • ډیری نوي زیږیدول شوي ماشومان چې د امیندوارۍ پرمهال يې COVID-19 درلود، د زیږون پرمهال يې COVID-19 نه لري.
  • ډیری هغه نوي زیږیدلي ماشومان چې د COVID-19 د تسټ پایله يې مثبته وه، خفیف او یا هیڅ نښې نښانې یې نه درلودې او ښه شوي دي. راپورونه په ګوته کوي چې یو شمیر نوي زیږیدلي ماشومان د COVID-19 له امله په شدیدو ناروغیو باندې اخته کیږي.
  • که تاسو د Covid-19 له امله ګوښي یا جلا یاست او یو نوی زیږیدلی ماشوم لرئ، د ګوښي توب د دورې تر پای ته رسېدو پورې لاندې احتیاطي تدابیر په نظر کې ونیسئ:
    • په کور کې پاتې شئ څو له هغو خلکو څخه ځان جلا کړئ چې ستاسو سره ژوند نه کوي.
    • د کورنۍ له هغو غړو څخه ځان ګوښی کړئ (لرې پاتې شئ) چې په دې ناروغۍ نه دي اخته شوي او ګډو ځایونو کې ماسک واغوندي.
    • یو روغ پالوونکی ومومئ چې په بشپړه توګه واکسین شوی وي او په شدید ډول د ناروغ کیدو له خطر سره مخ نه وي څو ستاسو نوي زیږیدلي ماشوم ته پام وکړي. د امکان په صورت کې خپلې شیدې ولوشئ څو بل پالوونکی و کولای شي هغه ستاسو ماشوم ته ور کړي. که تاسو له وچو شېدو څخه کار اخلئ نو له روغ پالوونکي څخه غوښتنه وکړئ چې چمتو یې کړي.
    • که تاسو اړ یاست چې د ګوښي توب له دورې وړاندې خپل نوي زیږیدلي ماشوم ته پاملرنه وکړئ نو د خپل ماشوم د اخیستلو او یا شیدو ور کولو په ګډون ټول سپارښتل شوي احتیاطي تدابیر د ماسک اغوستو په ګډون کله چې خپل ماشوم ته شیدې ورکوئ، په پام کې ونیسئ.
    • د COVID-19 د نښو نښانو لپاره خپل نوی زیږیدلی ماشوم تر څارنې لاندې ونیسئ.
  • اوسني شواهد په ګوته کوي چې احتمال نه لري چې د مور شیدې نوي زیږیدلي ماشوم ته ویروس ولیږدوي. وروستیو څیړنو ښودلې چې هغه خلک چې د COVID-19 په وړاندې واکسین شوي وي د مور د شیدو له لارې خپل ماشوم ته محافظتي انټي باډي لیږدوي. که تاسو COVID-19 لرئ او پرکړه مو کړې چې شیدې ورکړئ یا يې ورکوئ:
    • تر شیدو ورکولو مخکې خپل لاسونه ومینځئ.
    • د شیدو ور کولو یا پاملرنې یا هر هغه وخت چې له خپلو ماشوم سره شپږ فوټه (دوه متره) واټن لرئ، ماسک واغوندئ.

د Perinatal Support Washington د رواني روغیتا ټلیفوني کرښه د ټولو نوو زیږیدلو یا په راتلونکي کې د زیږیدونکو ماشومانو د والدینو یا عزیزانو ته هر هغه وخت د لاسرسي وړ ده چې دوی رواني روغتیا اړوند معلوماتو یا ملاتړ ته اړتیا لري. د Perinatal Support Washington له کرښې سره د 7763-404-888-1 شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ یا Perinatal Support ویب سایټ ته (یوازې انګلیسي) مراجعه وکړئ warmline@perinatalsupport.org ته لیکلی پیغام یا برښنالیک واستوئ.

دا اړینه ده چې مرسته ترلاسه کړئ. د رواني روغتیا ټلیفوني کرښه په ژوندۍ بڼه له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د سهار له 9 بجو د مازدیګر تر 4:30 بجو پورې پوښتنو ته (یوازې په انګلیسي او هسپانوي) ځوابونه وایي. د مازدیګر پر مهال او د اونۍ په پای کې مهرباني وکړئ یو پیغام پریږدئ او یو څوک به ستاسو اړیکې ته د 1-12 ساعتونو په لړ کې ځواب ورکړي. د ملاتړ دا کرښه د ټولنیزو کار کوونکو، جواز لرونکو روغتیا پالانو یا هغو والدینو څخه جوړه شوې ده چې له زیږون وروسته یې ژور خپګان یا اضطراب تجربه کړی دی.

د خپل ځان او کورنۍ پاملرنه وکړئ

Washington Listens: که تاسو اړ یاست چې د COVID-19 له امله د رامنځته شوي فشار په اړه له یو چا سره خبرې وکړئ، د Washington Listens سره د 0211-681-833-1 شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ. هلته تل له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 9 بجو څخه د شپې تر 9 بجو پورې او د اونۍ په وروستیو کې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 6 پورې د لاسرسي وړ دی چې ستاسو سره خبرې وکړي. TTY او ژبې ته د لاسرسي خدمتونه د لاسرسي وړ دي. لا زیات معلومات زموږ د رواني روغتیا او احساساتي ښه والي په پاڼه کې (یوازې انګلیسي) د لاسرسي وړ دي.

  • د باوري رسنیو، د روغتیا د سیمه ییزو او عامه ادارو او عامې روغتیا وزارت په ویب سایټونو کې د اپډیټ معلوماتو له لارې د اوسنۍ وبا د حالتونو او اضافي سپارښتنو او معلوماتو په وسیله خبر اوسئ.
  • د ټلیفون د شمېرو، ویب سایټونو او د ټولنیزو رسنیو د حسابونو په ګډون د ټولنې د سرچینو یو لېست جوړ کړئ. تاسو کولای شئ ښوونځي، ډاکټران، د عامې روغتیا ادارې، ټولنیز خدمتونه، د ټولنې د رواني روغتیا مرکزونه او د ټلیفون کرښې پکې اضافه کړئ.
  • له کورنۍ او ملګرو سره د ټلیفون او یا آنلاین خدمتونو له لارې په اړیکه کې اوسئ.
  • لومړني روغتیایي وسایل (لکه صابون، الکول لرونکي د میکروب ضد مواد، کاغذي دستمال، ترمامتر، تبه کموونکي درمل او په کور کې د COVID-19 د ټسټ وسایل) له ځان سره ولرئ.
  • هڅه وکړئ هغه درمل له ځان سره ولرئ چې تاسو او یا د کورنۍ غړي مو په منظم ډول کار ترې اخلي.

ستاسو د کورنۍ د ځوانو غړو لپاره ملاتړ

  • له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره د ټلیفون، لیکلي پیغام، برښنالیک او ټولنیزو رسنیو له لارې د دوامدار ملاتړ او اړیکو په لټه کې اوسئ.
  • که خبرونه ستاسو د ماشوم د ناراحته کیدو سبب کیږي، نو دمه اخیستل له یاده مه وباسئ. له دوی سره خبرې وکړئ څو هغه معلومات تاسو ته روښانه شي چې دوی یې له انټرنټ یا بلې سرچینې څخه اخلي.
  • د پوښتنو کولو او د اوسني وضعیت د درک لپاره د ماشومانو په هڅولو سره د دوی پر ملاتړ باندې تمرکز وکړئ.
  • د هغو احساساتو په اړه خبرې وکړئ چې تاسو یې لرئ او تایید یې کړئ.
  • له دوی سره مرسته وکړئ چې خپل احساسات د رسامۍ او یا نورو فعالیتونو له لارې څرګند کړي.
  • د راحتۍ امکانات برابر کړئ او تر عادي حالت زیاته حوصله ولرئ.