اوږدمهاله COVID

اوږدمهاله COVID څه شی دی؟

هغه خلک چې په COVID-19 باندې اخته شوي دي کیدای شي د اوږدمهاله لپاره نښې نښانې او اغیزې ولري، چې اوږدمهاله COVID یا له COVID وروسته سنډورم بلل کېږي. تر اوسه د اوږدمهاله COVID په اړه ډېر شیان نامعلوم دي. لکه څرنګه چې د اوږدمهاله COVID په اړه څیړنې دوام لري، موږ د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو ته دوام ور کوو.

د اوږدمهاله COVID نښې نښانې

هغه خلک چې په اوږدمهاله COVID باندې اخته دي بیلابیلې نښې نښانې لري، چې له اخته کېدو وروسته کیدای شي د اونیو، میاشتو او کلونو لپاره دوام وکړي.

په نښو نښانو کې لاندې موارد شتون لري خو تر دې پورې محدود نه دي:

  • د ستړیا احساس، په ځانګړې توګه له ذهني او فزیکي کار وروسته
  • تبه
  • په ساه اخیستو کې ستونزې
  • ټوخی
  • د سینې درد
  • د بوی او خوند په حس کې بدلون
  • په فکر کولو یا تمرکز کې ستونزه (په ذهن باندې تیاره خورېدل)
  • سر درد
  • د معدې درد
  • د میاشتنۍ ناروغۍ په وخت کې بدلونونه

څوک کیدای شي په اوږدمهاله COVID باندې اخته شي؟

هر هغه څوک چې په کرونا باندې اخته دي، کیدای شي په اوږدمهاله COVID-19 باندې اخته شي. دا نښې نښانې په هغو اشخاصو کې چې د COVID-19 شدیدې نښې لري، په ځانګړې توګه په هغو خلکو کې چې بستري کېدو ته یې اړتیا درلوده زیاتې عامې دي. هغه اشخاص چې په COVID-19 د اخته کېدو پر مهال او یا له هغې وروسته یې څو سیستمې التهابي سنډروم تجربه کړی وي، کیدای شي په اوږدمهاله COVID باندې د اخته کېدو له خطر سره مخ شي.  داسې ښکاري چې ښځې، لوړ عمر لرونکي، د مزمنو ناروغیو لرونکي او هغه خلک چې واکسین یې نه وي ترلاسه کړی، په ډېر احتمال سره په اوږدمهاله COVID باندې د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. هغه خلک چې څو ځلې په COVID-19 باندې اخته کېږي، کیدای شي د اوږدمهاله COVID په ګډون په ډیری روغتیایي خطرونه ولري.  

له اوږدمهاله COVID څخه مخنیوی کول

په COVID-19 باندې د اخته کېدو څخه مخنیوی په اوږدمهاله COVID باندې له اخته کېدو څخه د ژغورنې غوره لار ده. د لاسونو وینځلو، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د ماسک اغوستل،د ناروغۍ پر مهال په کور کې پاتې کېدل، سپارښتل شوي تقویه کوونکي ډوزونه او واکسینونه ترلاسه کول، کولای شي تاسو او نور له COVID-19 څخه وژغوري.

هغه واکسین شوي خلک چې اوس هم په COVID-19 باندې اخته کيږي، کیدای شي د نا واکسین شویو خلکو په پرتله په ډېر کم احتمال سره په اوږدمهاله COVID باندې مبتلا شي.

د COVID-19 په اړه د واکسین کیدلو په اړه زیات معلومات ترلاسه کړئ

د اوږدمهاله COVID تشخیص

کیدای شي د اوږدمهاله COVID تشخیص ستونزمن وي. د ناروغانو لپاره د نښو نښانو تشریح کول کیدای شي ستونزمن وي. د تشخیص لپاره هیڅ ډول لابراتواري معاینه او یا تصوري مطالعه شتون نه لري. که چېرې ناروغ په اوږدمهاله COVID مبتلا هم وي، روغتیایي معاینات کولای شي طبعي پایلې وښیي.

یو شمېر خلکو د اوږدمهاله COVID د نښو نښانو په اړه راپور ور کړی دی چې د COVID-19 نښې نښانې یې نه ښودلې او د ناروغۍ په لومړیو کې یې د COVID-19 معاینه نه ده ترسره کړې. دا چاره په COVID-19 باندې د اخته کېدو تایید کول ستونزمنوي او کولای شي د اوږدمهاله COVID د تشخیص مخنیوی او یا د ځنډ سبب یې شي. دا ډېره اړینه ده چې کله د لومړي ځل لپاره د ناروغۍ احساس کوئ د COVID-19 معاینه ترسره کړئ، تر څو وروسته د اوږدمهاله COVID په تشخیص کې له تاسو سره مرسته وکړي.

دناروغ لپاره لارښوونې: له COVID وړاندې حالتونو ته د روغتیایی خدمتونو چمتو کوونکي د لیدنې وختونه (په انګلیسي)

نوی او له وړاندې شته روغتیایي حالتونه

په COVID-19 باندې اخته کېدل کیدای شي د غړو په بیلابیلو سیستمونو باندې اغیز وکړي او ځیني وخت د انټي باډۍ له امله ناروغي رامنځته چې د په اوږدمهاله COVID کې د پام وړ رول لري. په خپل کاره توګه د دفاعي سیستم فعالېدو حالت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د بدن دفاعي سیستم د التهاب او یا د بدن په اغیزمنه شوې برخه کې د انساجو تخریب رامنځته شي. په دې معنی هغه خلک چې په COVID-19 باندې اخته وو، په ډېر احتمال سره کیدای شي د شکرې او د زړه د ناروغیو په څیر له نویو روغتیایي ستونزو سره مخ شي.  د شکرې او د زړه د ناروغۍ په څیر له وړاندې شته روغتیایي حالت هم کولای شي په COVID-19 له اخته کېدو وروسته خطرناک شي.

د اوږدمهاله COVID او د معلولیت حقونه

اوږدمهاله COVID کولای شي د فزیکي او ذهني زیانونو سبب شي او د ADA)American with Disabilities Act ، معلولیت لرونکو امریکایانو له قانون ) سره سم د معلولیت په توګه په پام کې نیول کېږي. د اوږدمهاله COVID لرونکي خلک په قانوني ډول د معولیت له تبعیض څخه ساتل کېږي. کیدای شي دوي د سوداګرۍ، آیالت او سیمه ییز حکومت لخوا له معقولو اصلاحاتو سره مخ شي، تر څو د اوږدمهاله COVID اړوند محدودیتونه رعایت کړي.

د ADA  تر چتر لاندې د معلولیت په توګه د اوږدمهاله COVID په اړه لارښوونې (په انګلیسي ژبه)

اوږدمهاله COVID او میندواري

میندواره او په وروستیو کې میندواره ښځې ډیر احتمال لري چې د COVID-19 له امله په شدید ډول ناروغه شي. COVID-19 کولای شي داسې عوارض رامنځته کړي چې په میندوارۍ او ودې په حالت کې په جنین باندې اغیز وکړي.

تر اوسه ډېر موارد نامعلوم دي چې اوږدمهاله COVID څه ډول کیدای شي په میندوارۍ باندې اغیز وکړي.The National Institute of Health   ( NIH، د روغتیا ملي انسټیټیوت) (په انګلیسي ژبه) به د هغو ښخو او د دوی د ماشومانو په اړه چې د میندوارۍ پر مهال په COVID-19 باندې اخته شوې دي، د 4 کلونو په موده کې د COVID-19 د اوږدمهاله اغیزو په اړه څیړنه ترسره کړي.

اوږدمهاله COVID او ځوانان

ځوانان هم کیدای شي د اوږدمهاله COVID له امله ناروغ شي. هغه ځوانان چې د اوږدمهاله COVID له امله د ستړیا او په ساه اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي، کیدای شي په ښوونځي او نورو فعالیتونو په ترسره کولو کې له ننګونو سره مخ شي. کوچني عمر لرونکي ماشومان کیدای شي د خپلو نښو نښانو په څرګندولو کې له ستونزو سره مخ شي.

د فدرال قوانینو د 2 قوانینو تر چتر لاندې د اوږدمهاله COVID لرونکي ماشومان کیدای شي د ځانګړو زده کړو، خوندیتوب او اړوند خدمتونو لپاره په شرایطو برابر وګڼل شي (په انګلیسي ژبه)

په COVID-19 باندې د اخته کېدو څخه مخنیوی لپاره د ځوانانو واکسین کول په اوږدمهاله COVID باندې له مبتلا کېدو څخه د ژغورنې غوره لار ده.

د ځوانانو د واکسین کولو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

د ډاکټرانو لپاره معلومات