د هغو کورنیو لپاره سرچینې چې د وچو شیدو له کمښت سره مخ شوې دي

ه هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوړو په لټه کې دي، تر څو د خپلو ماشومانو له تغذیې سره مرسته وکړي. لاندې معلومات American Academy of Pediatrics (AAP، د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ)، U.S. Department of Health and Human    Services ( DHHS، د متحده آیالتونو د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت)، د واشنګټن WIC پروګرام ، Centers for Disease Control and Prevention  (CDC)، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز)، او U.S. Food and Drug Administration)  FDA، د متحده آیالتونو د خوړو او د درملو ادارې) له خوا چمتو شوي دي.

که چېرې زه ونه شم کولای د خپل ماشوم لپاره وچې شیدې ومومم، نو څه باید ترسره کړم؟

ستاسو د ماشوم ډاکټر، نرس او یا کلینیک د هغه/هغې د تغذیې په اړه تر ټولو غوره سرچینې دي. که چېرې تاسو کوم اندیښنه لرئ، مهرباني وکړئ له دوی سره اړیکه ونیسئ.

که چېرې تاسو په WIC کې ګډ‌ون کړی وي:

  • د خپل سیمه ییز WIC کلینیک سره اړیکه ونیسئ (لینک په انګلیسي ژبه)، تر څو مشخص کړئ چې د خپل ماشوم لپاره د وچو شیدو د ترلاسه کولو لپاره تاسو څه ترسره کولای شئ. اوس WIC د وچو شېدو بیلابیل ډولونه وړاندې کوي تر څو کورنیو ته لا ډېر غوراوي په لاس کې ور کړي.
  • که چېرې تاسو نه شئ کولای خپل سیمه ییز کلینیک ته ورشئ، د WIC له آیالتي دفتر سره له دوشنبې تر جمعې پورې د سهار له 8:00 بجو د ماښام تر 5:00 بجو پورې په 1410-841-800-1 شمېره اړیکه ونیسئ.
  • د WIC له خوا د ماشومانو لباره د تایید شویو وچو شیدو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د واشنګټن د WIC پاڼه چک کړئ (په انګلیسي ژبه).

Basic Food (د لومړنیو خوړو)  Supplemental Nutrition Assistance Program(SNAP، د بشپړونکې تغذیې د مرستې پروګرام) له ګټو څخه کولای شئ د درملتونو په ګډون په بېلابېلو پلورنځیو کې د ماشومانو لپاره د وچو شیدو د پیرلو په موخه کار واخلئ. تاسو کولای شئ له بینیفیټونو څخه په حضوري او یا آنلاین ډول پیرلو په موخه کار واخلئ. د دې لپاره چې ومومئ چې آیا تاسو د د بشپړونکې تغذیې د مرستې پروګرام (SNAP) په شرایطو برابر یاست او که نه، د  Parenthelp123 ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ (په انګلیسي ژبه) او یا له 2588-322-800-1 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

ټولې نورې کورنۍ کولای شي:

  • کوچني پلورنځي او یا درملتونونه وپلټئ او یا په آنلاین ډول یې له پلورنځیو او درملتونونو څخه وپیرئ.
  • له تولید کوونکو سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسئ:
    • په (انګلیسي ژبه) د Gerber د MyGerber Baby Expert(ماشومانو متخصص) وکاروئ ، تر څو د ټیلیفون، لیکلي پیغام، د Facebook Messenger، ویب چټ او یا ویډیویي اړیکې له لارې د تغذیي له تایید شوي سلاکار سره اړیکه ونیسئ. دوی کولای شي ستاسو سره مرسته وکړي، ورته فورمول ومومئ چې تاسو ته په آسانۍ سره د لاسرسي وړ وي.
    • د Abbott د مصرف کوونکي له کرښې سره اړیکه ونیسئ: 1-800-986-8540
    • د Abbott د اړینو محصولاتو د غوښتنې له فورم څخه کار واخلئ (په انګلیسي ژبه): د ماشومانو د زېږون او ښځو لخوا د زېږولو او د ښځینه ناروغیو د علم (OBGYN) او یا د خپل ماشوم د ډاکټر، نرس او یا کلینیک څخه وغواړئ چې د Abbott له لارې د محصول اړینه غوښتنه واستوي. 
    • ذ Mead Johnson/Reckitt د پیرودونکو د خدمتونو له کرښې سره اړیکه ونیسئ: 1-800 ماشوم-123 (222-9123)
  •  د ټولنې سرچینې وپلټئ:
    • Community Action Agency (CAA، د خپلې ټولنې د اقدام تر ټولو نږدې ایجنسي ومومئ) (په انګلیسي) ستاسو ګاونډۍ د ټولنې د اقدام ایجنسي (CAA) ښایي وکولای شي تاسو ته د وچو شېدو فورموله در کړي او یا تاسو له هغو سیمه ییزو ایحنسیو سره معرفي کړي چې په خپل انبار کې وچې شیدې لري
    • United Way سره اړیکه ونیسئ 2-1-1 (په انګلیسي): له 2–1-1 شمېرې سره اړیکه ونیسئ، تر څو په United Way د ټولنې د سرچینو له متخصص سره اړیکه ونیسئ. ښایي هغوی وکولای شي ستاسو سره مرسته وکړي چې د خوړو او نور ځایونه ومومئ، چې د خپل ماشوم لپاره وچې شیدې او خواړه په ارزانه بیه او یا وړیا ډول چمتو کړئ.
    • د خپلو سیمه ییزو خوړو له بانک سره اړیکه ونیسئ (په انګلیسي ژبه)، چې آیا له دوی سره په انبار کې وچې شیدې موجودې دي او که نه.
    • د ډالۍ شویو شیدو په اړه د خپل ماشوم له ډاکټر، نرس او کلینیک څخه پوښتنه وکړئ. له یوې نسخې سره، تاسو کولای شئ د سینو خوندي ډالۍ شوې شیدې له Northwest Mother’s Milk Bank څخه (په انګلیسي ژبه) تر لاسه کړئ.
  • په بېړنیو حالتونو کې American Academy of Pediatrics (AAP، د امریکايي ماشومانو اکاډمي) وایي، په دې کې ستونزه نشته چې ډیری ماشومان په پلورنځي د برنډ لرونکو شیدو په ګډون له بیلابیلو شیدو څخه کار واخلي، پرته له هغې حالت څخه چې ماشوم مو ځانګړو وچو شیدو ته اړتیا لري. که چېرې ستاسو ماشوم په پراخه کچه د هایدرولیز(په انګلیسي ژبه) په حالت کې دی او یا د Elecare په څیر امینو اسید لرونکو وچو شیدو پورې تړلی دی، د نورو غوراویو لپاره د خپل ماشوم له ډاکټر، نرس او یا کلینیک څخه پوښتنه وکړئ.
  • د ماشومانو د زېږون او ښځو لخوا د زېږولو او د ښځینه ناروغیو د علم (OBGYN) او یا د خپل ماشوم د ډاکټر، نرس او یا کلینیک څخه وغواړئ چې آیا دوی د وچو شیدو کومه نمونه لري چې کولای شي تاسو ته یې وړاندې کړي.

آیا د وچو شیدو د دوامداره کېدو لپاره په هغو کې د اوبو ډېرول خطر نه لري؟

نه، تاسو باید تل په بسته باندې له لیکل شویو لارښوونو او له هغو معلوماتو څخه چې ستاسو د ماشوم د ډاکټر، نرس او یا کلینیک له خوا وړاندې شوي پیروي وکړئ. نرۍ یا رقیقې شیدې د ماشوم لپاره خطرناکې دي او ښایي د دې سبب شي چې ماشوم مو په کافي اندازه تغذیه ونه لري. ذ کار کیدای شي د جدي روغتیایي ستونزو د رامنځته کېدو سبب شي.

آیا زه کولای شم، کورنۍ وچې شیدې جوړې کړم؟

 American Academy of Pediatrics په ټینګار سره سپارښتنه کوي چې په کور کې د ماشوم لپاره د وچو شیدو له جوړولو څخه ډډه وکړئ. په کور کې جوړې شوې وچې شیدې خوندي نه دي او ستاسو ماشوم په کافي اندازه نه تغذیه کوي. د ځینو ماشومانو مرګ ژوبله په کور کې له جوړو شویو وچو شیدو سره ارتباط ور کړل شوی دی.

آیا کولای شم د ماشوم لپاره واردې شوې وچې شیدې ترلاسه کړم؟

U.S. Food and Drug Administration (FDA)  یو شمېر اقدامات ترسره کړي دي، تر څو د وارد شویو خوړو عرضه زیاته کړي. د مې میاشتې په 16 نېټه، د متحده آیالتونو د خوړو او درملو ادارې FDA داسې محصولات وارد کړي دي چې د خوندیتوب او تغذیې له معیارونو سره برابر دي او ښايي په نږدې اونیو کې متحده آیالتونو ته را ورسېږي (په انګلیسي ژبه).

آیا زه کولای شم خپل ماشوم ته ټولډر وچې شیدې ور کړم؟ 

American Academy of Pediatrics د ماشومانو لپاره د ټولډر وچو شیدو سپارښتنه نه کوي. مګر د امریکایي ماشومانو اکاډمي (AAP) وایي که چېرې بل غوراوی نه لرئ، د ټولډر وچې شیدې د یو کال عمر لرونکو ماشومانو لپاره د څو ورځو لپاره بې خطره دي.

آیا زه کولای شم تنکیو ماشومانو وچې شیدې خپل نوي زېږول شوي ماشوم ته ور کړم؟

American Academy of Pediatrics  (AAP، د امریکایي ماشومانو اکاډمي) وایي، که چېرې بل شی د لاسرسي وړ نه وي، د نوي زېږول شوي ماشوم لپاره د تنکیو ماشومانو وچې شیدې د څو اونیو لپاره خوندي دي.

آیا کولای شم خپل ماشوم ته د وچو شیدو پر ځای د غوا شیدې ور کړم؟

American Academy of Pediatrics (AAP)  وایي، د 6 میاشتو څخه د لوړ عمر لرونکو ماشومانو لپاره چې معمولي وچې شیدې (نه ځانګړې) خوري، د لنډ مهال لپاره د غوا شیدې یو غوراوی ګڼل کېدای شي. دا د پام وړ حالت نه دی، د د امریکا د ماشومانو د برخې د ډاکترانو اکاډمۍ (AAP) وایي چې د دې پر ځای چې شیدې نرۍ کړئ او یا له کورنیو شیدو څخه کار واخلئ نو د غوا شیدې غوره ګڼل کېږي. له 6-12 میاشتو غمر لرونکو ماشومانو لپاره د غوا د شیدو ځانګړې اندازه شتون نه لري، مګر په یوه ورځ له 24 اونسو څخه زیاتې مه رو کوئ. خپل ماشوم ته د غوا د شیدو د ورکولو پر مهال، دا ډېره اړینه ده چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ماشوم مو په کافي اندازه اوسپنه ترلاسه کوي، تر څو anemia یا د وینې د کمښت څخه مخنیوی وشي (انګلیسي ژبه). که چېرې د غوا له شیدو څخه کار اخلئ، خپل ماشوم په جامدو اوسپنه لرونکو خواړو لکه په شیشه کې د ماشومانو لپاره ساتل شوې خوښې باندې تغذیه کړئ او د خپل ماشوم له ډاکټر، نرس او کلینیک سره د وینې د مکمل کوونکو په اړه خبرې وکړئ.

آیا زه کولای شم خپل ماشوم ته د وزې شیدې ور کړم؟

په متحده آیالتونو کې د ماشومانو لپاره د وزې شیدې تایید شوې نه دي. سربېره پر دې، یو شمېر هېوادونه د وزې له شیدو څخه وچې جوړې شوې شیدې تایید کړې دي. U.S. Food and Drug Administration  ښایي د کموالي په صورت کې د دې محصولاتو وارداتو ته اجازه ور کړي.

آیا کولای شم خپل ماشوم ته له بوټو څخه جوړې شوې شیدې ور کړم؟

  • American Academy of Pediatrics (AAP)  له یو کال څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره د وچو شیدو د ځایناستي چې ځانګړو وچو شیدو ته اړتیا لري، سپارښتنه نه کوي. AAP وايي په بېړنیو حالاتو کې تاسو کولای شئ خپل هغه ماشوم ته چې یو کال ته یې نږدې عمر دی د سویا شیدې ور کړئ، مګر د سویا په دې شیدو کې باید پروتین او کلسیم اضافه شوي وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د بیا لاسرسي په صورت کې په سمدستي ډول له پخواني فورمل څخه ګټه اخیستل پیل کړئ.
  • خپل ماشوم ته د بادامو او یا نورو بوټو شیدې مه ور کوئ. دا شیدې غالباً ستاسو د ماشوم لپاره په کافي اندازه پروتین او یا منرالونه نه لري.
  • که چېرې تاسو له بوټو څخه دجوړو شویو شدیدو په اړه فکر کوئ، نو د خپل ماشوم له ډاکټر، نرس او یا کلینیک سره خبرې وکړئ.

زما ماشوم د Abbott له خوا غوښتل شویو ځانګړو شیدو ته اړتیا لري. زه باید څه وکړم؟

U.S. Food and Drug Administration  وایي دوی به Abbott ته اجازه ور کړي چې په ځانګړو شرایطو کې د میشیګان آیالت په ستورګیس کې د دې شرکت یو شمېر کار خانې میتابولیک او ځانګړې وچې شیدې یا فورمولونه (په انګلیسي ژبه) خپاره کړي. که چېرې ستاسو ماشوم له دې فورمولونو څخه کوم یوه ته اړتیا لري، د دې محصولاتو د ترلاسه کولو لپاره د خپل ماشوم له ډاکټر، نرس او یا کلینک څخه غوښتنه وکړئ.

آیا دا امکان لري چې ماشوم ته د وچو شیدو د ورکولو په صورت کې، د سینې شیدې ور کول هم پیل کړم؟

له اوږده ځنډ وروسته د سینې د شیدو ور کول او یا د هغې له نه ترسره کولو وروسته د سینې شیدو ور کولو پیل کړئ، مګر دا کار وخت او هڅو ته اړتیا لري. La Leche League International د عرضې د هڅولو د تحریک په اړه یو شمېر سرچینې لري.