شری

شری خورا ډېره ساري ناروغي ده. دغه نارغي ښايي په ځانګړې توګه د کوچنیو ماشومانو لپاره، خطرناکه او ان وژونکې وي. د شري د مخنیوي لپاره خوندي او خورا زیات اغیزناک واکسین شتون لري. د شري واکسین د 1 کال او له هغې څخه د زیات عمر لرونکو لپاره سپارښتل کیږي. د شري واکسین په واشنګټن ایالت کې ښوونځي ته د تګ او د ماشومانو د پاملرنې لپاره اړین دي. همداراز د هغو کارکوونکو او رضاکارانو لپاره اړین دي چې د ماشومانو د پاملرنې او یا د وړکتون کې کار کوي.  په متحده آیالتونو کې د شري واکسین چې د Measles, Mumps, and Rubella (MMR، شري، ډډ غومبوري او چیچک) او Measles, Mumps, Rubella and Varicella (MMRV، شري. ډډ غومبوري، چیچک او وارسیلا) په نومونو یادیږي، د لاسرسي وړ دي.

د شري د ویروس معلومات

  • د شري ویروس د هوا له لارې خپریږي. که تاسو په ویروس باندې اخته شخص ته نږدې وئ نو کیدای شي پر شري باندې مبتلا شئ، ځکه ویروس په هغه خونه کې چې په شري باندې اخته شخص وي، د دوو ساعتونو لپاره پاتې کیږي.
  • کیدای شي تاسو په شري ناروغۍ باندې په مبتلا شخص باندې د تڼاکو د څرګندیو 4 ورځې وړاندې او د هغې له څرګندیدو 4 ورځې وروسته مبتلا شئ.
  • تقریباً ټول هغه کسان چې د خوندیتوب په موخه یې واکسین نه وي ترلاسه کړي د شري د ویروس سره د مخامخ کیدو په صورت کې پر شري باندې مبتلا کیږي.
  • بهرنی سفر او یا له بهرنیو مسافرانو سره مخامخ کیدل کیدای شي د شري خطر لوړ کړي.

شری چې ډډ غومبوری هم بلل کیږي، د ماشومتوب پر مهال د خوړیندو/تبې خورا وژونکې ناروغي ده. دا په نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې یو له اصلي علتونو څخه ګڼل کیږي. U.S. Centers for Disease Control and Prevention (د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د متحده آیالتونو مرکزونه) د هېواد په سراسر کې د شري د خپریدو په اړه معلومات لري (یوازې په انګلیسي او هسپانوي).

د شري پر وړاندې د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لار واکسین کول دي. د شري واکسین خوندي او په لوړه کچه اغیزناک دي. ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل ځان او ماشومان مو د شري، ډډ غومبوري او چیچک (MMR) واکسین (لینک یوازې په انګلیسي او هسپانوي) په ترلاسه کولو سره خوندي کړئ.

د شري نښې نښانې

An infant with measles

شری له لاندې مواردو سره پیلېږي:

  • تبه
  • اسهال
  • ټوخی
  • د پزې بهیدل
  • سرې او نمجنې سترګې
  • ستړیا

له څو ورځو وروسته معمولاً سرې دانې په مخ کې څرګندیږي او ټول بدن ته خپریږي.

په یو شمیر خلکو کې په ځانګړې توګه په هغو اشخاصو کې چې مزمنې روغتیایي ستونزې لري، میندوارې وي او یا په سوی تغذیه باندې مبتلا وي، شری په دوی کې د سږو د التهاب، مغزي زیان، ړندیدو، کوڼ کیدو او مینې سبب هم کیدای شي.

شری معمولاً له 7 څخه تر 10 ورځو پورې دوام کوي.

د MMR واکسینو په اړه

د MMR واکسین (لینک یوازې په انګلیسي او هسپانوي ژبو) د شري، ډډ غومبوري او چیچک پر وړاندې خوندیتوب وړاندې کوي. د MMRV په نوم یو بل واکسین د دې درې ناروغیو او د شري د ټناکو پر وړاندې هم خوندیتوب وړاندې کوي. د شري واکسین یوازې په متحده آیالتو کې د لاسرسي وړ نه دی.

ماشومان باید دوه ډوزونه ترلاسه کړي: لومړی ډوز له 12 څخه تر 15 میاشتو په عمر کې او دویم ډوز له 4 څخه تر 6 کلونو عمر پورې. که ستاسو کورنۍ له متحده آیالتونو څخه بهر سفر کوي، ستاسو ماشوم کولای شي له 6 څخه تر 12 میاشتو په عمر کې اضافي ډوز ترلاسه کړي.

هغه لویان چې له 1956 کال وروسته زیږیدلي دي، که چېرې دوی له وړاندې نه وي ترلاسه کړی د MMR یوه ډوز ته اړتیا لري.

د خپلو ماشومانو لپاره د MMR او MMRV واکسینونو د ترلاسه کولو په موخه د خپلو روغتیایي خدمتونو له چمتو کوونکي سره خبرې وکړئ. د واشنګټن آیالت د ماشومانو لپاره تر 18 کلنۍ عمر پورې له هر ډول لګښت پرته د MMR او MMRV واکسینونه چمتو کوي او دا واکسینونه د آیالت په سراسر کې د روغتیایي خدمتونو له ټولو چمتو کوونکو سره د لاسرسي وړ دي. ښايي چمتو کوونکي دفتر ته د مراجعې او د واکسین ورکولو فیس واخلي چې هغې ته نوملیکنې فیس هم ویل کیږي. که څه هم که تاسو د نوملیکنې فیس د ادا کولو توان نه لرئ، کیدای شي تاسو د خپلو خدمتونو له چمتو کوونکي څخه وغواړئ چې له هغې څخه صرف نظر وکړي.

که تاسو او یا مو ماشوم مو مخکې د MMR، MMRV او یا د شري نور واکسین ترلاسه کړي وي، خو تاسو د واکسین ترلاسه کولو روغتیایي سوابق نه لرئ، کیدای شي تاسو او ماشوم مو د MMR او MMRV د تکراري ډوز ترلاسه کولو ته اړتیا ولرئ. ان د هغو خلکو لپاره چې مخکې یې واکسین ترلاسه کړي، د اضافي ډوز ترلاسه کول خوندي دي.

په واشنګټن آیالت کې ماشومانو ته د پاملرنې په مرکزونو، Early Childhood Education and Assistance Program (ECEAP، د ماشومتوب په لومړۍ دوره کې د زده کړو او مرستې پروګرام) او Head Start (Head Start، د ماشوم د ملاتړ) تاسیسات (هغه خدمتونه چې له ماشومتوب څخه تر پنځه کلنۍ پورې وړاندې کیږي) له کار کوونکو او رضاکارانو څخه غوښتل کیږي چې د شري پر وړاندې واکسین وکړي.

که تاسو د شري د واکسینو بل ډوز نه غواړئ، کولای شئ له ډاکټر څخه غوښتنه وکړئ چې معاینه مو کړي څو وګورئ چې تاسو په معافیت لرئ. دا د انټي باډۍ تیتر ګڼل کیږي. ښايي بیمه دا معاینه تر پوښښ لاندې ونه نیسي.

زموږ د ټولو د خوندیتوب په موخه یو له بل سره اوسئ: د Jaxon کیسه

Paula Abalahin د واشنګټن د Orchard له بندر څخه، د خپل زوی Jaxon کیسه شریکوي:

Paula hugging Jaxon

 
زما زوی Jaxon د 7 میاشتنۍ په عمر کې پر شري باندې اخته شو، هغه د واکسین کیدو لپاره ډیر کوچنی و. هغه ښه شو، مګر پنځه کاله وروسته یې حالت مخ پر خرابیدو شو. هغه د یوه شي د تیرولو، خبرو کولو او قدم وهلو وړتیا له لاسه ور کړه. تر دېرو کړاونو تیرولو وروسته، Jaxon څو کاله وروسته مړ شو. د هغه ستونزه د شري د ویروس له امله وه.

“موږ پر دې باندې پوه شوو چې د اغیزناکو واکسینونو د شتون په صورت کې اوس هم شری د نړۍ په سراسر کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی عامل دی. او زموږ په ټولنه کې والدین په بشپړ ډول خپل ماشومان نه خوندي کوي چې له امله یې خپل ماشومان په شري او نورو خطرناکو ناروغیو باندې د اخته کیدو له خطر سره مخ کوي. هیله لرم چې زما کیسه به وکولای شي زما د زوی په څیر حالت له تجربه کولو څخه وژغوري.

د شري سرچینې

یوازې په انګلیسي ژبه د شري سرچینې