Care Connect Washington

ایا تاسو یا کورنۍ مو د COVID-19 لخوا اغېزمنه شوې ده؟ تاسو کولای شئ د 0336-453-833 -1 شمېرې له لارې د واشنګټن Care Connect سره اړیکه ونیسئ او په خپله ټولنه کې د پاملرنې له ځايي همغږي کوونکي څخه مرسته ترلاسه کړئ. د پاملرنې همغږي کوونکی به ستاسو په اړتیاوو باندې په پوهېدو کې وخت تیر کړي او بیا به له تاسو او ستاسو ټولې کورنۍ سره د شته سرچینو لکه استوګن ځای، روغتیايي بیمې، د ماشوم پاملرنې، د خوړو د مرستې پروګرامونو او نورو خدمتونو سره په پیستون کې مرسته وکړي. دغه خدمتونه د سیمې له مخې په توپیر سره شته دي. 

واشنګټن Care Connect یو پروګرام دی چې د وبا په پیل کې رامنځته شوی دی تر څو COVID-19 لرونکو خلکو ته خواړه او نور ملاتړ چمتو کړي، تر څو وکولای شي په کور کې ک شي. اوس پروګرام د هغو خلکو د اوږدمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي چې د COVID-19 لخوا اغېزمن شوي دي. د بېلګې په توګه ځینې خلک د COVID-19 اوږدمهاله جانبي اغیزې تجربه کوي. نور خلک کیدای شي ناروغ شوي وي او خپله دنده یې له لاسه ورکړې وي او په خپلو پښو بیرته راستنیدو کې مرستې ته اړتیا لري. Care Connect واشنګټن مرسته کولی شي.

Care Connect واشنګټن Department of Health د (DOH، روغتیا څانګې) د اتو سیمه ییز مرکزونو او په ټول ایالت کې په ټولنو کې تر 100 زیاتو د پاملرنې ځايي همغږي کوونکو ترمنځ ملګرتیا ده. Care Connect سیسټم له خلکو سره د ثبات او غوره روغتیا په ترلاسه کولو کې د مرستې له لارې ټولنې پیاوړې کوي. د پاملرنې د ځايي همغږي کوونکي له یو کس سره کار کوي تر څو ورسره د پروګرامونو لکه د بیکارۍ ګټې، تر دولتي مرسته لاندې استوګن ځای یا د ماشوم پاملرنې، د خوړو د مرستې پروګرامونه لکه Supplemental Nutrition Assistance Program (SNAP، د تغذیې د مرستې بشپړونکې پروګرام) یا Special Supplemental Nutrition Program for Women, Infants and Children (WIC، د ښځو، شیدې خوړونکو ماشومانو او کوچنیانو لپاره د تغذیې ځانګړی بشپړونکی پروګرام)، Apple Health او نورو لپاره په اپلای کولو کې مرسته وکړي. Care Connect خلکو ته د اړتیا وړ معلومات هغوي په غوره شوې ژبه کې چمتو کوي.

Care Connect regions map with services in these counties: Grays Harbor, Mason, Thurston, Pacific, Wahkiakum, Lewis, Cowlitz, Clark, Skamania, Clickitat, Yakima, Benton, Franklin, Adams, Lincoln, Ferry, Stevens, Pend Oreille, Spokane, King, Pierce, Snohomish, Skagit, Whatcom

د COVID-19 ارامی لپاره سیمه ایز چلند

(Department of Health، د ایالت روغتیايي اداره)، چې له سیمه ایزو روغتیایی صلاحیتونو او د دوی شریکانو سره کار کوي، Care Connect Washington د سیمې په سیمه کې پر بنسټ کار کوي. هره سیمه د ټولنې پر اساس شریکانو سره کار کوي څو خلکو ته هغه خدمتونه وړاندې کړي چې دوی یې وړ دي لکه د درملو تحویل، روغتیايي پاملرنه، د بیکارۍ لپاره غوښتنلیک کې مرسته، د کور موندنې ځایي ادارې، د خوړو بانکونه، د ماشومانو پاملرنې چمتو کونکي او نور.

خدمتونه په کوم ځای کې شته دي؟

خدمتونه د ایالت په ټولو برخو کې د هغو خلکو لپاره شته دي چې د COVID-19 لخوا اغېزمن شوي دي.

د ختیځ سیمه

Better Health Together (یوازې په نګلیسي کې) د واشنګټن Care Connect د مرکز په توګه په Adams ،Ferry ،Lincoln ،Pend Oreille ،Spokane او Stevens سیمو کې خدمت ترسره کوي.

King کاونټي

Elevate Health (یوازې په انګلیسي کې) واشنګټن Care Connect د King کاونټي لپاره د مرکز په توګه خدمت کوي.

شمالي مرکزي سیمه

North Sound Accountable Community of Health (یوازې په انګلیسي کې) د واشنګټن Care Connect د مرکز په توګه په Island ،San Juan ،Skagit ،Snohomish او Whatcom کاونټیو کې خدمت ترسره کوي.

د ختیځ سیمه

North Sound Accountable Community of Health (یوازې په انګلیسي کې) د Care Connect Washington د مرکز په توګه په Island، San Juan، Skagit، Snohomish، او Whatcom سیمو کې خدمت کوي.

شمال لوېدیځه سیمه

WithinReach (یوازې په انګلیسي کې) د Clallam ،Jefferson او Kitsap کاونټیو لپاره د همغږۍ خدمتونه چمتو کوي.

Pierce کاونټي

Elevate Health (یوازې په انګلیسي کې) واشنګټن Care Connect د مرکز په توګه د Pierce کاونټۍ لپاره خدمت ترسره کوي.

سویلي مرکزي سیمه

Greater Health Now (یوازې په انګلیسي کې) د واشنګټن Care Connect د مرکز په توګه په Kittitas ،Walla Walla ،Whitman Columbia ،Garfield ،Asotin ،Yakima ،Benton او Franklin کاونټیو کې خدمت ترسره کوي.

سویل لوېدیځه سیمه

Southwest Washington Accountable Community of Health  (SWACH) (یوازې په انګلیسي کې) د واشنګټنCare Connect د مرکز په توګه د Clark ،Klickitat، او Skamania کاونټیو لپاره خدمت ترسره کوي.

لوېدیځه سیمه

Cascade Pacific Action Alliance's Community CarePort (یوازې په انګلیسي کې) د واشنګټن Care Connect د مرکز په توګه Cowlitz ،Wahkiakum ،Pacific ،Grays Harbor ،Mason ،Thurston او Thurston کاونټیو لپاره خدمت ترسره کوي.

په مسلسل ډول پوښتل شوې پوښتنې

ایا زما لپاره د Care Connect واشنګټن خدمتونه شته دي؟

که چېرې تاسو د COVID-19 له امله اغیزمن شوي یاست، نو د خدمتونو لپاره په شرایطو برابر یاست. په دې کې هغه خلک شامل دي چې اوسمهال د COVID-19 له امله ناروغ دي یا په تیرو وختونو کې يې COVID-19 درلود.

له 0336-453-833-1شمېرې سره اړیکه ونیسئ. د ژبې مرستې شتون لري. 

د ځايي پاملرنې همغږي کوونکی به درسره اړیکه ونیسي تر څو ستاسو پر اړتیاوو پوه او له سرچینو سره په نښلېدو کې مرسته درسره وکړي.

زه د کوم ډول مرستې تمه کولی شم؟

ستاسو د پاملرنې ځايي همغږي کوونکی به ستاسو په پیژندلو او ستاسو د اړتیاوو په پوهیدو کې وخت تیر کړي. بیا به نوموړی هغه ځايي سرچینې چې ستاسو د ملاتړ لپاره شته دي لکه روغتیايي پاملرنې، تر دولتي مرسته لاندې استوګن ځای یا د ماشومانو پاملرنې، د بیکارۍ ګټې، د خوړو مرستې او نور په ګوته کړي. خدمتونه به د سیمې له مخې توپیر ولري. واشنګټن Care Connect به تاسو ته په خپله خوښه شوې ژبه کې معلومات چمتو کړي. د واشنګټن Care Connect خدمتونه په وړیا توګه شتون لري. 

د مرستې تر لاسه کولو مخکې به څومره وخت ونیسي؟

ستاسو د سیمه ییزې پاملرنې همغږي کوونکی به له مراجعې وروسته په یوه ورځ کې د مرستې چمتو کولو هره هڅه وکړي.

تاسو به څرنګه زما معلومات خوندي کړئ؟

ستاسو د پاملرنې همغږي کوونکی به هغه معلومات تایید کړي چې د اړیکو د مرکز څخه يې ترلاسه کوي او ستاسو د اړتیاوو په اړه به پوښتنه وکړي. هر هغه معلومات چې تاسو یې د خپلې پاملرنې له همغږي کوونکي سره شریک کوئ محرم پاتې کیږي. هغه کارکوونکي چې د پاملرنې د همغږۍ خدمتونه وړاندې کوي او Department of Health د (DOH، روغتیا څانګې) به دا معلومات ستاسو د اړتیا وړ اړینو خدمتونو د پیژندلو لپاره وکاروي. دوی به شخصي یا شخصي روغتیایي معلومات شریک نه کړي.

Care Connect regions map with services in these counties: Grays Harbor, Mason, Thurston, Pacific, Wahkiakum, Lewis, Cowlitz, Clark, Skamania, Clickitat, Yakima, Benton, Franklin, Adams, Lincoln, Ferry, Stevens, Pend Oreille, Spokane, King, Pierce, Snohomish, Skagit, Whatcom
دا به څومره لګښت لري؟

له تاسو څځه به د دې خدمت لپاره پیسې نه اخیستل کېږي. Care Connect Washington فدرالي پیسې تر لاسه کړې چې په واشنګټن ایالت کې د COVID-19 ځواب ملاتړ کوي.

له مرستې تر لاسه کولو مخکې به څومره وخت ونیسي؟

ستاسو د سیمه ایز پاملرنې همغږي کونکی به له مراجعې وروسته په یوه ورځ کې د مرستې چمتو کولو هره هڅه وکړي.

ایا زه لاهم باید د مرستې ترلاسه کولو پرمهال په جلاوالي یا قرنطین کې پاتې شم؟

هو. جلاوالی او قرنطین مهمې وسیلې دي چې زموږ ګاونډیانو، ملګرو، کورنۍ او همکارانو ته د COVID-19 خپریدو مخنیوي لپاره— او زموږ په ټولنو کې د دې بهر ته رسېدونکې منفي اغیزو کمولو لپاره کارول کېږي. که تاسو د خپل جلاوالی یا قرنطین له دورې وروسته مرستې ته اړتیا لرئ، ستاسو د سیمه ایز پاملرنې همغږي کوونکی کولی شي تاسو د اوږدې مودې خدمتونو سره ونښلوي چې د روانو روغتیايي او ټولنیزو اړتیاوو ملاتړ کوي.

د چلاوالي او قرنطین ترمنځ توپیر څه دی؟

جلا والی: که د COVID-19 مثبته معاینه، نښې ، یا مو پایله په تمه ده، نو اړتیا ده چې د خپلې ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره جلا شئ.

  • په کور کې پاتې شئ او له نورو سره د کورنۍ د غړو په ګډون له اړیکې څخه ډډه وکړئ.
  • ګوښې خونې کې پاتې شئ او که کېدای شي ګوښي حمام وکاروئ.
  • یو مناسب ماسک واغوندئ (یوازې په انګلیسي کې) که داسې مثالونه وي کله چې تاسو باید د نورو په شاوخوا کې اوسئ.
  • کار، ښوونځي او یا عامه سیمو ته مه ځئ. له عامه ترانسپورت، شریکه سپرلي، یا ټکسي کارولو څخه ډډه وکړئ.
  • په کور کې پاتې شئ، له طبي پاملرنې ترلاسه کولو پرته.
  • تعقسیب کړئ وروستۍ لارښوونه (یوازې په انګلیسي کې) چې پهCenter for Disease Control and Prevention (CDC، د ناروغیو د کنټرول مرکز) کې دي (یوازې په انګلیسي کې) او چې په Department of Health (DOH، د روغتیايي اداره) کې دي (یوازې په انګلیسي کې) دا لارښوونې د دې په اړه دي چې د جلاوالي موده باید څومره دوام وکړي.

 قرنطین: که له COVID-19 سره مخ شوي یاست خو د نښې نه لرئ ، ښايي قرنطین ته اړتیا ولرئ، چې د واکسین کولو په حالت پورې اړه لري. دا به د ویروس د خپریدو مخه ونیسي مخکې له دې چې تاسو پوه شئ که تاسو ناروغ یاست.

تعقسیب کړئ وروستۍ لارښوونه (یوازې په انګلیسي کې) چې په (CDC) کې دي (یوازې په انګلیسي کې) او چې په (DOH) کې دي (یوازې په انګلیسي کې) دا لارښوونې د دې په اړه دي چې د قرنطین موده باید څومره دوام وکړي.

باید څه وکړم که مې د COVID-19 نښې لا خرابېږي؟

که مو نښې خرابېږي سمدستي روغتیايي مرسته ترلاسه کړئ. که یو څوک له لاندې نښو نښانو څخه ولري، سمدستي د بیړني طبي مرستې غوښتنه وکړئ:

  • تنفسي ستونزه
  • په سینه کې دوامداره درد یا فشار
  • نوې ګیچي
  • د ویښ کیدو یا ویښ پاتې کیدو توان نه درلود
  • زرغونې شونډې یا مخ

*دا بشپړ لېست نه دی. مهرباني وکړئ خپل طبي چمتو کونکي ته د کومې بلې نښې په اړه چې شدیده وي یا مو اندېښمنوي، زنګ ووهئ.

که تاسو طبي بیړني حالت لرئ او 911 ته د زنګ ووهلو اړتیا لرئ، لیږونکي ته ووایاست چې تاسویا ښايي COVID-19 يې ولري. که امکان لري، د بیړنیو خدمتونو له رسیدو مخکې مخ پوښونکی وکاروئ.

د Care Connect Washington خدمتونه د څومره وخت لپاره تر لاسه کولی شم؟

ستاسو د سیمه ایز پاملرنې همغږي کونکی به له تاسو سره تر 21 ورځو پورې مرسته وکړي. په ځانګړو حاالتونو کې، ستاسو د پاملرنې همغږي کوونکی کولی شي تاسو له اوږد مهاله خدمتونو سره ونښلوي ترڅو د روانو روغتیايي او ټولنیزو اړتیاوو ملاتړ وکړي.

Care Connect Washington څرنګه کار کوي؟

Care Connect Washington د همغږي پاملرنې لپاره د ایالت لخوا ملاتړ شوی، په ځايي کچه متمرکزه تګلاره ده.

د Washington State Department of Health د سیمه ایز پاملرنې د همغږۍ غبرګون اداره کوي، د استخدام او روزنې ملاتړ کوي، په ټول هیواد کې او ځايي سرچینو پلونه، او د راټولو شوو سرچینو اداره کولو له لارې پایلې غوره کوي، لکه تمویل او تخنیکي زیربنا.

انفرادي سیمې د ټولنې پر بنسټ کاري ځواک پیژني او ځای پر ځای کوي يې څو مرستې چمتو کړي او خلک له ځایی سرچینو سره ونښلوي ترڅو د بریالي جلاوالي او قرنطین ملاتړ وکړي. سیمې د ځایی پلورونکو سره کار کوي ترڅو د اړتیا وړ توکي او خدمتونه عرضه کړي، چې له ځايي اقتصادي بیا رغونې سره مرسته کوي.

د پاملرنې همغږي کونکي د هر فرد ځانګړي روغتیا او ټولنیز اړتیاوو د ارزونې، ملاتړ او تعقیبوونې او د COVID پاملرنې عمل پلان رامینځته کولو لپاره ګمارل شوي. پروګرام کله چې امکان ولري خلک د دوی په خوښه شوې ژبه کې له سرچینو سره نښلوي او د پروسې له لارې دوي تعقیبوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ملاتړ کیږي.

څرنګه مو معلومات خوندي کړئ؟

ستاسو د پاملرنې همغږي کونکی به هغه معلومات تایید کړي چې دوي د COVID-19 معلوماتو کرښې څخه ترلاسه کوي او ستاسو د اړتیاو په اړه به پوښتنه وکړي. هر هغه معلومات چې تاسو یې د خپلې پاملرنې له همغږي کونکي سره شریک کوئ محرم پاتې کیږي. هغه کارکوونکي چې د پاملرنې د همغږۍ خدمتونه وړاندې کوي او Department of Health به دا معلومات د اړینو خدمتونو د پیژندلو لپاره وکاروي چې تاسو ورته اړتیا لرئ. دوی به شخصي یا شخصي روغتیا معلومات شریک نه کړي.

څنګه Care Connect Washington د COVID-19 د خپرېدو مخنیوی کوي؟

هغه خلک چې د اړینو ټولنیزو او روغتیایی اړتیاو پوره کولو کې مرسته ترلاسه کوي ډیر احتمال لري په بریالیتوب سره د کور جلاوالی او قرنطین بشپړ کړي. د دې ډاډ په ترلاسه کولو سره چې هغه خلک چې د COVID-19 مثبته ازموینه يې کړې یا له داسې چا سره مخ شوي چې مثبت ازموینه یې کړې د کور په جلاولي یا قرنطین کې پاتې کیږي، Care Connect Washington کولی شي د COVID-19 خپریدل کم کړي او اقتصادي رغونه وده وکړي. ځکه چې سیسټم د روغتیا او ټولنیزو اړتیاو سره په هغو خلکو تمرکز کوي چې دوی د COVID-19 لپاره خورا زیان منونکي کوي، دا کولی شي د اساسي روغتیا نابرابرۍ په نښه کولو کې مرسته وکړي او د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې په غیر متناسب ډول د COVID-19 لخوا اغیزمن شوي.

له چا سره اړیکه ونیسم که زه یو څوک پیژنم چې د Care Connect Washington څخه ملاتړ ته اړتیا لري؟

که چېرې تاسو یا یو څوک چې تاسو پیژنئ په فعاله توګه په کور کې قرنطین کیږي ېا جلا کیږي او مرستې ته اړتیا لرئ، نو دایالت د COVID-19 د ممعلوماتو له کرښې سره اړیکه ونیسئ.

د ایلت د COVID-19 معلوماتو کرښه: 1-800-525-0127 ډایل کړئ بيا د # کېکاږئ. د ژبې مرستې شتون لري.

  • له سهار 6 a.m. څخه تر ماښام 10 p.m پورې، دوشنبې
  • له سهار 6 a.m. څخه تر ماښام p.m 6م پورې، له سه شنبې تر یکشنبې او د ایالت مرعات شوې رخصتۍ
ایا Care Connect Washington چلندي روغتیا هم شاملوي؟

هو! ستاسو د پاملرنې همغږي کوونکی له تاسو سره په ټولنه کې د چلند روغتیایی خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.

آیا د پاملرنې د همغږۍ ملاتړ خدمتونه د قبایلي ملتونو غړو لپاره شتون لري؟

هو. د نورې زده کړې لپاره دې ته COVID19.CareCoordination@doh.wa.gov برېښنالیک واستوئ یا ته 564-999-1565 زنګ ووهئ.

ایا د شفاهي ژباړونکي خدمتونه شتون لري؟

هو. کله چې ایالت د COVID-19 معلوماتو کرښې ته په 0127-525-800-1 زنګ وهئ، او # کېکاږئ، د ژبې مرسته شته ده.

کله چې د پاملرنې له همغږي کونکي سره وصل شئ، Care Connect Washington به هغه معلومات چمتو کړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ په خپله خوښه ژبه کې.

سرچینې:

د معلوماتو او سپارښتنو ویب پاڼه: د ټوکر د مخ پوښلو، قرنطین، د کورنیو لپاره د پاملرنې، د COVID-19 سره مخ کیدو، نښې نښانې او نورو په اړه معلومات ومومئ. تاسو ښايي د خپلې خوښې ژبې لپاره مواد ترتیب کړئ.