Pashto

ډیر ځله پوښتل شوې پوښتنېج

ولې باید معاینه وکړو

معاینه ترسره کول ژوند ژغوري. معاینه خلکو ته اجازه ورکوي چې احتیاطي تدابیر ونیسي لکه په وخت سره قرنطین کېدل، د ویروس د خپریدو مخه نیسي؛ اخته شوي خلک پرته له علاېمو کولی شي لاهم ویروس خپور کړي. معاینه کول د عامې روغتیا چارواکو سره د وبا خپرېدو او پېژندلو لپار اقدام کولو کې او د ویروس نوي ډولونه تعقیب کې مرسته کوي. معاېنه د عادي فعالیتونو بیا پیلولو مرسته کولو کې یوه اړینه برخه ده.

د University of Washington او Department of Health د (DOH روغتېا ادارې) څیړونکو وموندله چې د COVID-19 لپاره معاینه او تعقیب د WA Notify (واشنګټن خبرتیا) احتمالا د 2020 دسمبر څخه تر مارچ 2021 پورې شاوخوا د 6,000 پېښو مخه نیولی.

کله باېد معاینه وکړو

که تاسو د COVID-19 علاېم لرئ یا د هغه چا سره نږدې اړیکه لرئ چې ممکن د COVID-19 معاینه ېې مثبته وي. تاسو باېد زرتر زره معاینه وکړئ که علایم لرئ ېا ۳ څخه ۵ ورځې د د شکمن افشا کیدو وروسته، آن که تاسو هیڅ علاېم نه لرئ.

چېرته باید معاینه وکړو

د واشنګټن د Department of Health ویبپاڼه د معاینو ساحو لارښود (په انګلیسي کې) په هر هیواد کې د کاري ساعتونو او اړتیاو سره شتون لري. د معاینې ساحو په اړه د اضافي معلوماتو لپاره، 2-1-1 ته زنګ ووهئ. د غیر نسخيي معاېنو کټونه د راغوښتلو لپاره شتون لري او د آسانۍ لپاره درملتونونو کې هم شتون لري، پخپله په کور کې معاېنه کولو لپاره.

ما سره نږدې د معایناتو موقعیت ومومئ (په انګلیسي)

د معاینو ډولونه

اوس مهال معاېنو کې د انټيجن ګړندي معاېنې، مالیکیولر معاېنې (په لابراتوار کې او د پاملرنې مرکز دواړو کې)، او ځینې کور کې پخپله د ځان معاېنې شتون لري. د هرې ځانګړې معاینې وړاندی کول د غوښتنې او تولید کونکي ظرفیت پربنسټ توپیر لري.

لګښت

کاونټي یا ایالات لخوا ملاتړ شوي معاینې ساحو کې ترسره کېدونکی معاېنات لګښت نلري. ډیری معاینې په ځانګړي توګه د هغه خلکو لپاره چې علایم پکې څرګندیږي. بیمې ته بیل کیدی شي یا د Department of Health لخوا لګښت ورکولی شي. د معاینه کولو هغه ساحې چې د خدمتونو لپاره فیس اخلي په لست کې ښودل شوي. د سفر ډیری معاینې د بیمې یا ایالاتي ملاتړ شوي برنامو لخوا نه پوښول کیږي.

معاېنه کول څرنګه کیږي

ډیری معاینې د پوزې سواب په کارولو سره ترسره کیږي. ځینې معاېنې ممکن د لعاب (لياړو) راټولولو سره ترسره شي. نور معلومات په ډیر ځله پوښتل شوې پوښتنې پاڼې کې موندلی شئ.

تعقیب

که علاېم لرئ څومره چې کولی شئ په کور پاتې شئ. که ستاسو معاینه مثبته راشي، د DOH/Centers for Disease Control and Prevention (CDC ناروغیو د کنترول مرکز) د لارښوونو) پر اساس قرمطین شئ او د مرسته وغواړئ د Care Connect له لارې.